د باکو محکمې پرون (سه شنبه) پرته له دې چې د خدیجې اسمعیلووا د مدافع وکیلانو د غیرحاضرۍ پروا وکړي؛ د هغې د محاکمې بهیر بېرته پيل کړ.
اسمعیلووا چې ازادي راډیو ته یې رپوټونه جوړول؛ د اذربایجان په حکومتي سیسټم کې د اداري فساد په اړه د څیړنیزو رپوټونو په خاطر ډېره پېژندل شوې ده.
دا تېرکال په ډسمبر کې د مالیې نه ورکولو او له خپله واکه د ناوړه کار اخیستلو په تور ونیول شوه.
خدیجې ویلي چې پر دې لګیدلي تورونه سیاسي اړخ لري.
د خدیجې اسمعیلووا مدافع وکیلان پرون محکمې ته نه وو حاضر شوي او قاضي د مجازاتو خبرداری ورکړ.
خدیجې اسمعیلووا پرون پر دې اعتراض وکړ چې دې مخکې له مخکې قاضي ته خبر ورکړی و چې مدافع وکیل یې د نورو مصروفیتونو له امله نه شي کولای چې د سه شنبې په ورځ د محاکمې جریان ته ورشي.
خدیجه اسمعیلووا ویلي، محکمه د پرېکړې د اعلان لپاره بېړه لري.
دې اعتراض کړی چې د اونۍ په کاري ورځو کې محاکمه، دې ته وخت نه ورکوي چې د قانون له مخې؛ په ورځ کې ۲ ساعته ورزش وکړي.
خدیجه اسمعیلووا په اذربایجان کې د ولسمشر الهام علییف او د هغه د کورنۍ د مالي معاملو په اړه څیړنیز رپوټونه جوړول.
دا مخکې تر دې چې د محکمې له لوري مجرمه وپيژندله شي؛ د ډسمبر له میاشتې راهیسې زنداني ده.
د دې محاکمه د اګست په ۷مه پیل شوه.
د محاکمې د جریان له پيل راهیسې؛ د محکمې خونه هره ورځ له خلکو ډکه وي خو اسمعیلووا پرون اعتراض وکړ چې دا کسان یې د کورنۍ غړي؛ ملګري یا خپلوان نه دي او د دې له دوسيې سره هېڅ تړاو نه لري.
خو د محکمې قاضي پرون وویل چې د محکمې په خونه کې حاضر کسان د بهرنیو هېوادونو ډيپلوماټان یاداسې کسان وي چې د محاکمې له بهیر سره تړاو لري.
قاضي د خدیجې پلویانو، ملګرو، خپلواکو ژورنالیستانو او د اذربایجان د ولسمشرۍ یوه مخکني کاندید جمیل حسنعلي ته اجازه نه ده ورکړې چې د محکمې خونې ته ورشي.
جمیل حسنعلي پرون د محکمې د خونې په وړاندې؛ د اسمعیلووا پلویانو ته وویل: ((خدیجه بې ګناه ده او باید ژر تر ژره خوشې شي.))
د خدیجې مور ته پرون اجازه ورکړ شوې وه چې د محکمې خونې ته ورشي.
دې خبریالانو ته وویل چې په خونه کې یې هېڅ شناخته سړی نه دی لیدلي.
خدیجه اسمعیلووا ۳۹ کلنه ده.
امریکا او زیاتو غربي دولتونو د اذربایجان له حکومته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره خدیجه له بنده خوشې کړي.
د بشري حقونود څارنې نړېوال سازمان [Human Rights Watch] د دوشنبې په ورځ خدیجه اسمعیلووا ته د فوق العاده فعالیت په خاطر؛ د [Alison Des Forges] نړېواله جایزه ورکړه.