د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هغې ویډیو په اړه خپلې پلټنې پیل کړي چې ویل کېږي د داعش له خوا په ننګرهار کې ډکه شوې ده.
دغه ویډیو د دوشنبې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې خپره شوه او په کې راغلي چې دغه ډلې په افغانستان کې څو تنه د طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي او ټول په بم الوځوي.
داعش په دغه ویډیوکې ویلي چې دا کار په ننګرهارکې شوی دی.
د هغې ویډیو خپرېدل چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه ښيي د افغانستان د ملي امنیت ریاست پلټنو ته اړ ایستی دی.
د دغه ریاست چارواکي وايي، فکرنه کوي چې دا ویډیو دې د افغانستان په خاوره کې ډکه شوې وي، خو له دې سرهـ سره دوی دغه موضوع څېړي چې داعش دغه ویډیو څه ډول او چېرته ثبت کړې ده؟
دغه ویډیو ښيي چې دغه ډله د دوو سپین ږیرو په ګډون لس کسان په تړلو سترګو غرونو ته کش کاږي او ترهغې وروسته ټول په بمونو الوځوي.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند حسیب صدیقي په افغانستان کې په دې کچه د دغې ډلې فعالیتونه نه مني او وايي چې ملي امنیت به پرې نه ږدي چې دغه کسان د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي:
((زموږ څېړنې روانې دي چې د دوی دغه ادا چې د ننګرهارپه یوې ولسوالۍ کې یې کړې ده ترکومه رېښتیا ده او دا چې دغه خلک په بمونو الوځوي دا څوک دي؟
د ملي امنیت ریاست له پخوا هم دوی ته پام و او هره هغه تروریستي ډله چې زموږ ملي ګټو او د خلکو امنیت ته ګواښ وي هغه به په نښه او له منځه یوسو.))
دغه ویډیو چې د ثبت نېټه یې نه ده څرګنده په کې ادا شوی چې دغه لس تنه د ننګرهار ولایت په شدل سیمه کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور وژل کېږي چې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ ورځ تر بلې د اختلافونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.
خو د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړي دغه ویډیوي کلېپ ته په بله سترګه ګوري، یو شمېردوی وايي چې دا ویډیو به په ننګرهارکې نه بلکه په کومې قبایلي سیمو کې ډکه شوې وي.
دوی وايي، د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو هڅې د ستاینې وړدي، خو دا چې دغه ډله ترډېره چریکي فعالیتونه کوي باید د دوی د ورکولو لپاره شپیني عملیات او د کورونو پلټنه پیل شي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون یو غړی محمد نواب:
((په امنیتي سکتورکې باید هغه ځواکونه ښه تجهیز شي چې د شپې عملیات ترسره کوي، دا ډېر ګتور تمامېږي او دوهم دا چې د افغانستان ملي امنیت باید پیاوړی شي او دریم دا چې نړېوالو کومې وعدې چې په ستراتېژیک تړون کې یې له موږسره کړې وې هغه ژرترژره عملي کړي.))
دوی هم داعش په افغانستان کې د پاکستان پروژه ګني چې کرار، کرار به دلته ځای پیدا کړي.
د دغه کمیسیون د یو شمېر غړو په وینا د دغې ډله فعالیت تر دېره په فاریاب، بدخشان، ننګرهار او نورو سرحدي ولایتونو په ځانګړي ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې محسوسېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي چې په ننګرهارکې د داعش په وړاندې سخت عملیات روان دي او اوس مهال درنه مرګ، ژوبله هم ور اوښتې ده:
((ننګرهارکې دا اوس هم موږعملیات لرو، تاسې ته به معلوم وی چې په حصارک، شیرزادو او خوګیاڼیوو کې هم عملیات دي او په کوټ او نورو سیمو کې هم، هر چېرې چې ګواښ وي موږ یې په وړاندې عملیات کوو، موږاجازه نه ورکوو چې هغوی د خلکو ځورولو ته ادامه ورکړي.))
که څه هم ولسي جرګه او کارپوهان د داعش په ځپلو کې د افغان ځواکونو هڅې ستایي خو د امکاناتو او تجهیزاتو نه شتون د دوی په وړاندې د مبارزې په برخه کې لویه ننګونه ګڼي.
دوی وايي چې نړېواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.