د پاکستان د اقتصادي او سياسي چارو شنونکي د ټاپي د ګاز نل ليکي د کار د پيل او له دې پروژې څخه ګټه اخيستنه د افغانستان په سولې و ثبات پورې تړي او ټينګارکوي چې د دغې پروژې د تکميل لپاره په دې هېواد کې سوله او امنيت ضروري دى.
دوى دا څرګندونې ترهغې وروسته کوي چې د پاکستان حکومت تېره ورځ اعلان وکړچې ټاپي د ګازو د نل ليکي د جوړولو کاربه د روان ٢٠١٥میلادي کال په دسمبرکې پيل شي.
دا نل لیکه د افغانستان او پاکستان په خاوره کې تیریږي چې په کسپین سمندرګي کې به د ترکمنستان طبيعي ګاز ترهنده ورسوي.
د ټاپي [TAPI] يا منځني او جنوبي اسيا ترمنځ د ګازد نل ليکې پروژې تخنیکي کارپه افغانستان کې د روانو ناکراریو له امله ځنډیدلی و.
خو د پاکستان د صدراعظم نوازشريف دفترد سه شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:
((د ترکمنستان د صدراعظم مرستيال اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال له صدراعظم نوازشريف سره په ليدنه کې ويلي چې په ډسمبرکې به د نل لیکي لپاره د ځمکې کېندل پیل شي.))
د پاکستان صدراعظم نوازشريف د ټاپي د ګازود نل ليکي پروژه د سيمې د هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ټينګار يې کړى چې د پروژې د جوړولو کار بايد ژرترژره پيل و بشپړ شي.
په عين حال کې د پاکستان د اقتصادي چارو کارپوهان وایي؛ د ټاپي پروژه د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند لپاره مهمه ده او ښايي په بشپړېدو سره به يې دغه څلور واړه هېوادونه ګټه پورته کړي او په ځانګړې توګه به په پاکستان کې د انرژۍ د کمښت مخه ونيول شي.
د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
((پاکستان ته خو که ارزان ګېس ميلاو شي او ومره ارزان وي چې هغې باندې د اوسني قيمت يا د دې نه لږ زيات قيمت باندې بجلي جوړېدى شي، نو يو خو به دا فايده وي.
بل انډسټري چې کوم ګېس استعمالوي، نو د هغې لپاره به ډېره فايده وي او انډسټري به خوره شي.))
د ټاپي پروژې د پيل په اړه خبرې په داسې حال کې ګرمې شوي چې د افغنستان هغه سیمې چې یاده پروژه په کې پلې کیږي اوس مهال تر ټولو ناامنه بلل کیږي.
بل خوا د سياسي چارو کارپوهان که څه هم دغه ستره اقتصادي پروژه د سیمې د هېوادونو لپاره ګټوره بولي، خو ددې ترڅنګ وايي، ددغه پروژې د پيل او تکميل لپاره په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګېدل ضروري دي.
د سياسي و سيمه ييزو چارو څارونکي نظيف خان ازادي راډيو ته وويل چې ددغې پروژې ډېره ګټه پاکستان ته رسېږي، نو دا هېواد دې په افغانستان کې د سولې و ثبات په ټينګښت کې مرسته وکړي:
((د ترقۍ دپاره امن تر ټولو ضروري شى دى. دا وخت چې دا پايپ راتيرېږي، نو ددې لپاره پاکستان ته ضروري ده چې د افغان پاليسي بدله کړي، د افغانستان امن، د پاکستان او د ټولې جنوبي اشيا دپاره ډېر لازم دى، نو دا پاکستان ته ډېر زيات په ګټۀ باندې پرېوځي چې پاکستان دلته په افغانستان کې د امن هلو ځلو ته چې افغان ولس ته دا وخت تر ټولو زيات ضرورت دى. نو دا د پاکستان د اقتصادي ګټې لپاره، د افغانستان په امن کې ريښتونى کار وکړي او دا د پاکستان په بهترين مفاد کې دي.))
د ټاپي پروژې تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی چې له مخې به يې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نل لیکه غځول کیږي.
د ټاپي پروژه د سیمې په کچه یوه ستره پروژه ده چې لس میلیارده ډالر لګښت پرې راځي چې د اسیا پراختیايي بانک يې تمويلوي.
د يادونې وړ ده چې که چېرې د غه پروژې کارونه بشپړ شي نو له مخې به یې هر کال افغانستان د ټرانزیټ له درکه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.
راپور: ذبيح شفق