د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

دفاع وزارت: په ۱۱ولایتونو کې ۱۵تصفیوي عملیات روان دي


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، دا مهال د هېواد په یوولس ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره پنځه لس تصفیوي عملیات روان دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وایي، دا عملیات ښې نتیجې لري او د دولت مخالفو ډلوته درانده زیانونه رسیدلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دا وخت په ننګرهار، غزني، هلمند، پکتیا، خوست، ارزګان، زابل، قندهار، هرات، فاریاب او کندز ولایتونو کې تصفیوي عملیات روان دي چې په کې لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا عملیات د دغو ولایتونو د ناامنه سیمو د تصفيي په خاطردي چې هوایې ځواکونه هم په کې برخه لري.

دا چې په یوه وخت کې د دومره ډیروعملیاتو نتیجه په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې څه ده ښاغلی دولت وزیري په دې اړه وایي:

((موږاوس وخت په یوولس ولایتونو کې پلان شوي پنځه لس تصفیوي عملیات مخ ته وړو چې په کې د مخالفینو ۴۴ تنه وژل شوي او اوه تنه نور یې ټپیان شوي دي، زموږ امنیتي ځواکونو ته یو زیات شمېر وسلې هم په لاس ورغلي او په دغو عملیاتو کې د جمعه خان په نوم د طالبانو یو مشهور قوماند هم وژل شوی دی.))

نوموړی وايي، هوايي ځواکونوپه دغه موده کې ۱۰۷ پروازونه کړي چې د ځمکني ځواکونو سره د عملیاتو په بریالي کیدو کې ګټور تمام شوي دي.

افغان امنیتي ادارو داسې وخت عملیات پراخ او ډيرکړي دي چې د څو میاشتو راهیسي وسله وال مخالفینو هم خپلې حملې ډيرې کړي او له بل هر وخته د سیمو او ولسوالیو نیولو په هڅه کې دي.

دوی توانیدلي چې د جنګ په دې موسم کې وخت ناوخت د کندز، فاریاب او بدخشان په ولایتونو کې ځيني سیمې ونیسي خو دولت هغه تل تاکتیکي په شاه تګ بللی دی.

له دې سره د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، هڅه کوي له لاسه وتلي سیمې ترخپل واک لاندې راولي او په ولایتونو کې جګړې پای ته ورسوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، دا وزارت په داسې یوه پروګرام کارکوي چې له مخالفینوڅخه په بیرته نیول شوو سیمو کې دایمي امنیت ټینګ کړي:

((زیاتې هڅې کوو چې د سرپل په ګډون له امنیتي پلوه زیانمنو یو شمېر ولایتونو لکه فاریاب، کندز، بدخشان ته تل پاتې امنیتي پروګرامونه ولرو چې یادې سیمې به له عملیاتو وروسته د وسله والو مخالفانو لاس ته ونه لویږي.))

دا په داسې حال کې ده چې خلک شکایت کوي امنیتي ځواکونه په هغو سیمو کې اوږد مهاله امنیت ته پام نه کوي چې له مخالفینو یې نیسي او په دې توګه وسله وال په هغو سیمو بیا- بیا حملوته زړه ښه کوي.

وسله والو مخالفینو د تیروڅلوریشت ساعتونو په عملیاتو کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو افغان امنیتي ادارې تاییدوي چې افغان ځواکونو ته هم څه نه څه زیانونه رسیدلي دي.

په وروستیوڅو میاشتوکې د جګړو او ناامنیو له امله نه یوازې دا چې په جنګ کې ښکیلې ډلې یوه بل ته د تلفاتو رسولو خبره کوي بلکې د بشري حقونو بنسټونه یې دې ته اندیښمن کړي چې د دغو جګړو د تلفاتو ډيره برخه ملکي خلک دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وايي، په جنګ کې ښکیلې خواوې د عملیاتو او حملو په جریان کې جنګي قوانینو ته پاملرنه نه کوي چې دا کار د ډيرو عامو وګړو د وژنې سبب کیږي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG