د شمال زون د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نورمحمد فیض له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ریزه ګل په نامه یوې سمنګانۍ مورپه یو وار پنځه ګوني ماشومان وزېږول چې ټول یې هلکان دي.
ښاغلي فیض ازادي رادیوته وویل چې دا ماشومان څلور ورځې دمخه د سمنګان ولایت د ایبک ښارپه روغتون کې نړۍ ته راغلي او د نورمال وزن د نشتون له امله د سه شنبې په ورځ د شمال زون حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
ډاکټرفیض وايي چې دا پنځه واړه ماشومان هلکان دي او دا د مېرمن ریزه ګل دریم ولادت دی چې تردې دمخه یې هم دوه زامن درلودل.
د ډاکټرفیض د معلوماتو پربنسټ چې د ریزه ګل صحي وضعیت ښه دي، خوماشومانو یې تردمه خپل نورمال وزن نه دی ترلاسه کړی.
دا ماشومان په کورنۍ کې د اقتصادي بد وضعیت له امله اوس مهال په بلخ کې د شمال زون حوزوي روغتون د میندو او ماشومانو د صحت په څانګه کې ساتل کیږي.
د ماشومانو پلاراو مور د سمنګان ولایت د حضرت سطان ولسوالۍ لرغان سیمې ته مربوط دي چې له مرکزه د لرې واټن له امله په کې صحي خدماتو ته لاس رسی هم ستونزمن دی.
مجیب الرحمن حبیب زی