د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

روسکام، د ایران د اټمي موافقې د ردولو طرحه د تائید لپاره وړاندې کړه


د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر پيتر روسکام پرون [سه شنبه] د ایران او۶قدرتونو د اټمي موافقې د ردولو طرحه د تائید لپاره وړاندې کړه.

پیتر روسکام پرون ادعا وکړه چې د کانګرس د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي، د موافقې د ردولو لپاره کافي رایې اخیستلاي شي.

خو دا رایې هغومره زیاتې نه دي چې د ولسمشرله خوا د دې موافقې په دفاع کې، د وړاندې شوې طرحې د ویټو کیدو د امکان مخنیوي وکړي.

روسکام پرون وویل چې د امریکا د کانګرس له ۴۳۴ غړو څخه لږترلږه ۲۱۸ تنوچې ټول جمهوري غوښتونکي دي، د دې موافقې د ردولو ژمنه ورسره کړې ده.

د امریکا د کانګرس په استازو مجلس کې د اقلیت مشرې، نانسي پلوسي پرون ویلي، تمه لري چې په کانګرس کې به د ډیموکراتانو رایې د دې موافقې د تائید لپاره کافي وي.

په عین حال کې، د امریکا د سنا د اکثریت مشر ویلي چې پر ټولو امکاناتو رایې ورکړي چې په هغه کې د موافقې د ردولو پریکړه لیک هم شاملیدلاي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون په نیویارک کې د امریکا د یهودانو کانګرس ته وویل، اټمي موافقه له اټمي بمه د ایران لاس نه شي لنډولای.

نتانیاهوپرون له تل ابیبه په ویډيويي وینا کې وویل، ایران د موافقې د منلو او له هغې د سرغړونې په صورت کې، اټمي بم جوړولاي شي.نتانیاهو وړاندې وویل:

((ایران به د موافقې د ساتلو په صورت کې د اټمي وسلو په خزانه بدل شي.

موافقه د ایران لپاره دا سختوي چې په لنډ وخت کې یو یا دوه اټمي بمونه جوړ کړي خو دا کار په ډيره ګرانه بیه کیږي ځکه دا موافقه ایران ته زمینه برابروي چې په راتلونکې یوه لسیزه یا یوڅه زیات وخت کې، سل هاوو اټمي وسلې جوړې کړي.))

نتانیاهو دا ادعاوې رد کړې چې له ایران سره د موافقې لپاره په مذاکروکې یې د حل وړاندیزونه نه دي کړي.

د امریکا کانګرس ۶۰ ورځې وخت لري چې له ایران سره پر شوې موافقه، رایې ګیري وکړي.

د امریکا ولسمشرخبرداری ورکړی چې که کانګرس دا موافقه رد کړي، دی به د کانګرس پریکړه ویټو کړي.

XS
SM
MD
LG