د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۸

د طالبانو ترمنځ اختلافات او سیاسي عواقب يي


د ملاعمرله مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ د رهبري پرسرمخالفتونه او د سولې پربهیریې اغیزې، د کابل د نننیو ورځپاڼو د لیکنو او تبصرو ډیره برخه جوړوي.

اطلاعات:

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ملاعمرله مړینې وروسته د رهبرۍ پر سر اختلافات او د دې اختلافاتو سیاسې عواقب.

په سرمقاله کې راغلي چې د ملاعمرپه ژوند هم د طالبانو ترمنځ اختلافات وو خو دا اختلافات ترډیره له رسنیو پټ وو، لیکوال ویلي چې د قدرت پرسره د طالبانو اوسني اختلافات به نور هم زیات شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د طالبانو ترمنځ اختلافات که سطحي یا جدي وي، ډیره ګټه یې افغان حکومت ته رسیږي.

اصلاحات:

اصلاحات ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا ملا اختر محمد منصور به د طالبانو یووالي وساتي.

په سرمقاله کې راغلي چې ملامنصوربه هڅه وکړي چې د طالبانو د جنګ ډلې فعاله وساتي څو د سولې په راتلونکو خبرو کې ډیر امتیازات ترلاسه کړي.

د ورځپاڼې په باور، اوس د افغان حکومت د چارواکو په درایت پورې اړه لري چې د طالبانو نوې رهبري به د سولې خبرو ته را مات کړي او که نه.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې دولت او طالبان باید فرصت له لاسه ورنه کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ملاعمر مړینه د هرڅه پای نه دی او حکومت او طالبان باید هڅه وکړي چې د سولې په اړه شوي پرمختګونه له لاسه ورنه کړي او دا پروسه مخ ته یوسي.

ملي ارمان لیکلي، هېواد د وینو په تویدلو نه جوړیږي او ښه ده چې ژرترژره د سولې دویم پړاو خبرې ترسره شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت ته د ملي ګټو پربنسټ د سولې خبرې ارزښت لري.

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د تروریزم پرضد مبارزه ډیره پیچلې ده او نور نو د انسانانو وژنه باید پای ومومي.

همدې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په حواله لیکلي چې د سولې په وړاندې د افغان حکومت دریځ روښانه دی.

XS
SM
MD
LG