ګارډین ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د ولسمشرد ویاند مرستیال ظفرهاشمي د طالبانو د مشرملاعمرد مړینې په اړه وویل چې حکومت یې په اوس وخت کې د هغه د مړینې خبر نه شي تاییدولی او په دې اړه څیړنه کوي خو د ورځپاڼې په وینا که د هغه مړینه تایید شي د کارپوهانو په وینا دا به د هغه د ځای نیولولپاره د طالبانو په مشرتابه کې سیالو ته لاره پرانیزي.
کرسچین ساینس مونیټور ورځپانه لیکي، د طالبانو مشر ملا عمرله څه باندې یوې لسیزې په عام محظر کې نه دی راښکاره شوی خو د هغه د مړینې خبرپه داسې حال کې ورکول کیږي چې دوه ورځې وروسته په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو بل پړاو پیلیږي.
کاناډایي ګلوب اند میل ورځپاڼه د ملاعمرد مړینې په اړه له یو لړ څرګندونو وروسته لیکي، یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د هغه مړینه اوازه بللې او ویلې یې دي چې هدف یې د سولې د خبرو ګډووډل دي.
یوه لوړ پوړي چارواکي د سولې د خبرو په تایید ویلي چې دا خبرې بیا د مري په تفریحي ښارګوټي کې چې لومړی دور یې ترسره شوې وې، کیږي.
د ورځپاڼې په وینا که ملاعمر مړ وي دا به د سولې پروسه پیچلې کړي ځکه چې په مړینې سره یې د دې ډلې یو داسې مشر له صحنې لیرې کیږي چې تر اوسه یې ظاهراً دا ډله یو موټی ساتلې وه.
ګلوب انډ میل لیکي، ګومان کیږي چې د ملاعمر مړینه به ښایي په دې اړه چې ایا د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره خبرې وشي او که جګړې ته دوام ورکړل شي، طالبان په خپلو کې وویشي.
د ورځپاڼې په وینا د جګړې ختمول د ولسمشرغني لپاره یو لومړیتوب دی.
واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې په دې اړه د ملاعمر د مړینې په تاییدولو سره د هغه د ځای ناستې پر سر اختلافاتوته په اشاره لیکلي چې له منطقي پلوه ملااخترمحمد منصورچې له اوږدې مودې راهیسي د هغه مرستیال او همکار پاتې شوی ښایي د هغه ځای ونیسي خو یو شمېر طالبانو ویلي چې دوی د ملا عمر زوی یعقوب مشر تابه ته غوره ګڼي. د ورځپاڼې په وینا نوموړی چې شاوخوا شل کاله عمر لري او نوی له مدرسې فارغ شوی، د وسله والې مبارزې تجربه نه لري.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په وروستیو ورځوکې یو شمېر کسانو چې د طالبانو له لیکو یې ځان جلا کړی ویلي و چې ملاعمر مړ شوی او په زابل ولایت کې خاورته سپارل شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا د ولسمشر د ویاند مرستیال هم په خبرې کنفرانس کې وویل چې دوی ته هم دغه راپورونه ور رسیدلي او په دې اړه څیړنه کوي.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، یو شمېر ډیرو پاکستاني خبري اژانسونو چې ډیر باوري نه دي، هم په دې وروستیو کې ورته ادعاوې کړي دي.
د ورځپاڼې په وینا د ملاعمرد مړینې اوازې په وروستیو کلونوکې څو ځلي خپرې شوي خو طالبانو هغه تل ردکړي دي.