د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۲

جان کېمپبل، د سولې په خبرو کې د اسلام اباد د هڅو ستاینه وکړه


په افغانستان کې د نړېوالو يا ايساف ځواکونو قومندان جنرال جان کيمپل د افغان دولت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو د زمينې برابرولو او د دواړو خواوو د استازيو د کوربه توب له امله د پاکستان رښتينې هڅې وستايلې.

جان کيمپل دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په راولپېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په عمومي قومندانۍ کې د دې هېواد د پوځ له لوى درستيزجنرال راحيل شريف سره د ليدنو پرمهال کړي. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په يوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي:

((په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کيمپبل د پاکستاني پوځ له لوى درستيز وليدل او د افغانستان و پاکستان د ګډې پولي د امنيتي وضعيت پرڅېړلو سربېره يې ورسره په يو شمېر نورو دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې وکړې.

جان کيمپل همدا راز د افغان دولت او طالبانو د مخامخ کتنو د زمينې برابرولو او کوربه توب له امله د پاکستان د رښتينو هڅو هرکلى وکړى.))

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو قومندان په داسې حال کې له جنرال راحيل شريف سره ليدلي چې د افغان دولت او طالبآنو استازيو د روانې مياشت په ٧مه نېټه اسلام اباد ته نزدې په مري کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنيوچارو وزارت وايي چې د دغو خبرو زمينه پاکستان برابره کړې وه چې دواړه افغان خواووې پکې د مذاکراتو د لړۍ پر جاري ساتلو سلا شوي.

په عين حال کې د پاکستان د دفاعي او پوځي چارو کارپوهان د افغان دولت او طالبانو مخامخ ليدل کتل د پاکستاني پوځ د لوى درستيزد هغې ژمنې پايله بولي چې کابل ته يې د خپل سفر پرمهال له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره کړې وه.

جنرال راحيل شريف څه موده مخکې کابل کې ويلي و چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دى او پاکستان به د افغانستان د سولې په پروسه کې خپله همکاري جاري ساتي.

د پوځي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخواني منصبدار بريګيډير محمود شاه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې ښايي پاکستان له افغان دولت سره د خبرو لپاره پرطالبانو ډېر فشار اچولى وي:

((بالکل يې [ژمنه] پوره کړله. زما په خيال افغان طالبان دومره په مزه باندې خبره نه اوري، نو پاکستان به پرې ډېر دباو [فشار] اچولى، نو زما په خيال دا ډېره ښه خبره ده چې د دوى مخامخ خبرې اترې پيل شوې.

نور د دې خبرو اترو نتيجه چې کوم ده، هغه پردې منصره ده چې افغان دولت او طالبان له دې خبرو اترو نه څنګه فايده اوچتوي؟))

له بلې خوا د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي وايي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو بل پړاو ښايي د روانې مياشت په اخرو کې ترسره شي چې پر يو شمېر موضوعاتو سربېره به په کې پر اوربند هم خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان پايتخت ته نژدې په مري کې د افغان دولت او طالبانو د استازيو په مخامخ خبرو کې د امريکا، پاکستان او چين استازيو هم ګډون درلود او پر دغو هېوادونو سربېره يو شمېر نورو هېوادونو او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغان دولت او طالبانو د مخامخ ليدنو کتنو د پيل هرکلى وکړ.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG