د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۸

په کابل کې د اوبو د سطحې د ټیټوالي او ککړوالي په اړه اندیښنې


په کابل ښارکې د اوبو د سطحې ټیټوالی او د ځمکې لاندې د اوبو ککړتیا د ابو انرژۍ وزارت او د چاپیریال ساتنې د ادارې انديښنې راپارولي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان او د چاپیریال ساتنې اداره د سه شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې په کابل ښارکې د نفوسو زیاتوالی د اوبو د سطحې د ټيټیدو عمده لامل یاد کړ.

کابل اوس مهال له 2 عشاریه 7 میلیون مترمکعب اوبو له کمښت سره مخ دی او د ځمکې لاندې اوبه هم د یوه منظم کانالیزیاسون سیستم د نشتون له وجې ککړې شوې دي.

د ابو او انرژۍ وزارت د دې ستونزې په تایید سره وایې چې په کابل کې هرکال تقریبآ 29 عشاریه 6 مترمکعب اوبه منځ ته راځي خو د ډيرنفوس له وجې په کلني ډولله 32 میلیون مترمکعب ابوڅخه ډيرمصرف کیږي.

د دې وزارت ویاند عبدالبصیرعظیمي د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په راتلونکي کې به د دې ستونزې د حل لپاره یوه پروژه په کار پیل وکړي:

"خوشبختانه په نژدې راتلونکي کې به د ځمکې لاندې د ابو د مصنوعي تقویت پروژه په کار پیل وکړي او دا پروژه کولای شي چې تر یوه حده په کابل کې د ځمکې لاندې د ابو په تقویت کې ګټوره ثابته شي."

ښاغلي عظیمي وویل چې دا پروژه د USAID یا د امریکا د نړېوالې پراختیایې ادارې په ملاتړپه کار پیل کوي چې په دې سره به د اوبو له پلوه د کابل ښاریانو ستونزې هوارې شي.

ښاغلي عظیمي له خلکو هم وغوښتل چې د ابو په لګولو او د ابو د څاګانو په ساتنه کې جدي توجه وکړي ترڅو راتلونکي نسلونه د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.

په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي سره له دې چې د اوبو کمښت خلکو ته یو لوی ګواښ ګڼي خو د ځمکې لاندې د اوبو ککړتیا هم کابل ښاریانو ته یوه جدي خطر یادوي.

د دې ادارې مرستیال غلام محمد ملکیارله ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې ستونزې حل د ادارو ترمنځ همغږي او ګډ کار یادوي:

((د ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا عامل په ښار کې د ژورو او په کورونو کې د جزبي څاګانو زیاتیدل دي چې دا مهال د ځمکې لاندې اوبه ککړې شوي دي.))

له بلې خوا د کابل اوسیدونکي بیا د ځمکې لاندې د ابو له کمښت او د دغو ابو له ککړتیا څخه اندېښمن دي.

یو شمېرکابل ښاریانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې پدې اړه وویل:

((زما نوم نور رحمان دی د کابل ښار یو تن اوسیدونکی یم، دا د ښاروالۍ دنده ده چې په کابل ښار کې د جزبي څاګانو د کېندلو مخه ونیسي ترڅو د ځمکې لاندې اوبه ککړې نشي اوس مهال دغه ککړه اوبه مونږ ته ډيرې صحي ستونزې رامنځ کړي دي.))

(( شیراغا یم د کابل ښار یو تن اوسیدونکی، نن سبا په کابل کې د خپل سرو څاګانو د کیندلو شمیر زیات شوی، زمونږ غوښتنه له حکومت نه داده چې د دغو څاګانو د کیندلو مخه ونیسي.))

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تردې وړاندې یو شمېردولتي مسوولانو خبرداری ورکړی و، که د ابو منابعو ته پام ونشي نو تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د کابل اوسیدونکي د ابو له سختو ستونزو سره مخ شي.

په عین حال کې د ختیځ عامې روغتیا د انجمن رییس سید حبیب اروال وایي چې دا مهال نژدې اتیا په سلو کې کابل ښاریان صحي ابو ته لاسرسی نه لري:

((په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې ژورې څاګانې په خواشینۍ سره بېلابېلې ستونزې زیږولي اوس مهال اتیا په سلو کې کابل اوسیدونکي صحي او پاکو ابو ته چې اړتیا ده لاسرسي نه لري.))

خو له دې ټولو سره د افغانستان دابو او انرژۍ وزارت ډاډ ورکوي چې د ابو د کمښت ستونزه به په نژدې راتلونکي کې حل شي.

XS
SM
MD
LG