د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

د پښتو ژبې ليکوال او شاعر راج ولي شاه خټک مړ شو


د پښتو ژبې د معاصر ادب وتلى ليکوال، شاعر، کره کتونکى، څېړونکى او د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخوانى مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک د دوشبې په ورځ ناوخته د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

ډاکټر راج ولي شاه خټک له سوات څخه پېښور ته پر لار و چې د ملاکنډ په درګۍ نومي سيمه کې پرې د زړه حمله راغله او ساه يې ورکړه.

راج ولي شاه خټک پر ۱۹۵۲م کال د خيبر پښتونخو د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خيل نومي کلي کې زېږېدلی و او لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په ښوونځي کې ترسره کړې وې.

بيا يې خپلې منځنۍ زده کړې د پېښور په اسلاميه او ګورنمنټ کالج کې ترسره کړې او تر دې وروسته يې په پېښور پوهنتون کې لوړې زده کړې پيل کړې او د ماسټرۍ سند يې له همدغه پوهنتونه ترلاسه کړ.

نوموړي همدا راز له همدې پوهنتونه د دوکتورا (پي. ايچ. ډي) سند هم ترلاسه کړى و او بيا يې تر دوکتورا وړاندې زده کړې (پوسټ ډاکټرېټ) د امريکا د فلاډلفيا ايالت په پېنسلوانيا پوهنتون کې بشپړې کړې وې.

د پښتو ژبې ځينې ليکوال او شاعران د نوموړي مړينه د پښتو ادب ستره ضايع بولي. ليکوال، شاعر او کره کتونکي خان زمان کاکړ له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

((په اوسني روان بهير کې زه د راج ولي شاه خټک مرګ زه بې له هغه څه روايتي خبرو چې زه يې د هر چا په مړينه کوو؛ زه ډېر لوى زيان ګڼم، هغه په دې چې زه په دې وخت کې په پښتو ادبياتو کې چې زه کوم څه کم وينم چې نشته؛ هغه د څېړنې خلک دي.

راج ولي شاه ټول عمر څېړنه کړې وه؛ د هغه د څېړنو خصوصيت دا و چې هم هراړخيزې وې او هم يې نوي ميتودونه افاده کول. د دې ترڅنګ هغه د نوي معاصر نقد په برخه کې ډېر کار کړى و؛ په هغه باندې پوهېدو.))

ارواښاد خټک په لومړي سر کې دندې پيل د پېښور په ايډورډز کالج کې د ښوونګي په توګه وکړ چې بيا وروسته يې پر ۱۹۷۸م کال د پېښور پوهنتون له پښتو اکاډمۍ سره کار پيل کړ او پر ۱۹۹۵م کال د همدې اکاډمۍ رييس وټاکل شو چې تر ۲۰۰۴م کال پورې يې همدا دنده پرمخ وړله.

تر دې وروسته نوموړى په ۲۰۰۸م کال کې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

کاکړ همداراز د پښتو اکاډمۍ او پښتو څانګې د رييس په توګه د ارواښاد خټک د کړيو خدمتونو په اعتراف کې وايي:

((د اکاډميو کارونه داسې د پي. ايچ. ډي او دا نور څيزونه چې پوهنتونونو کې کېدل؛ ده د يوه نګران په توګه بيا مخکې د پښتو اکاډمۍ د ډايريکټر په توګه ده يو معيار ورکړى و؛ دې شيانو ته. اوس موږ سره دا ډول خلک ډېر کم دي، که وګورئ نو په پوهنتون او اکاډميو کې اکثره داسې خلک دي، چې هغه بيخي د پښتو ادبياتو، پښتو تاريخ او پښتنو په تاريخ او ماضي په بيخي بنيادي خبرو باندې هم نه پوهېږي، نو په داسې وخت کې د راج ولي شاه خټک صيب مرګ ډېر لوى زيان دى.))

د ارواښاد خټک پر پښتو سربېره پر انګرېزي ژبه هم کتابونه ليکلي، چې د چاپ شويو اثارو شمېر يې ١٣ ته رسېږي او همداراز يې لسګونه څېړنيزې مقالې په پاکستان کې دننه په پښتو او اردو او همداراز له دې هېواده بهر په نړېوالو رسنيو کې چاپ شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې ارواښاد خټک د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې د ګڼ شمېر نورو جاېزو و مډالونو ګټلو تر څنګ په ٢٠٠٦م کال کې د پاکستان د هغه وخت ولسمشر هغه ته د ادبي خدمتونو په اعتراف د دې هېواد دولتي مډال تمغه امتياز هم ورکړ و.

د راج ولي شاه خټک چاپ اثار:

1. د پښتو ادبي تحريکونه

2. زيست روزګار

3. مناقب فقير

4. د پښتو نوې املا، ليکلار

5. پښتو ژبه

6. پښتونولي

7. د پښتنو کسبونه او هنرونه

8. د روهي متلونو انګليسي ژباړه

9. Walled City of Peshawar

10. توري چې رڼا کوي

11. د رحمان په شعر

12. سنګزار

13. An intangible heritage

(ويکيپيډيا)

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG