ولسمشربارک اوباما پرون په مفصلو څرګندونو کې له ایران سره د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه د موافقې دفاع وکړه.
اوباما په خپله وینا کې هغو انتقادونو ته ځواب وویل چې وايي، دا معامله به د دې باعث شي چې ایران په سیمه کې خپل فعالیت پراخ کړي او په دې توګه به د امریکا ګټې له ګواښ سره مخامخ شي.
د امریکا ولسمشربارک اوباما په کلکه د ایران د اټمي پروګرام په اړه له تهران سره د شوې معاملې دفاع پیل کړې او هغه نظریه یې رد کړې ده چې ګنې ایران د اټمي بمب جوړولو ته نژدې شوی.
اوباما په سپینه ماڼۍ کې په یو مفصله وینا کې له ایران سره د توافق په سبا د دې معاملې منتقدانو ته ځوابونه وویل او زیاته یې کړه چې له توافق پرته نړېوالو بندیزونو دا اغېز نه درلود چې دا مسئله حل کړي او د بندیزونو د بیا لګولو چانس هم کم و خو له ایران سره د توافق له لارې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ له مینځه یووړل شو.
اوباما استدلال وکړچې دې ډيپلوماتیکې معاملې یوازې یو بدیل لاره چې جګړه وه او زیاته یې کړه، منتقدانو هم د دې موافقې په وړاندې چې د سه شنبې په ورځ په ویانا کې لاسلیک شوه ډېرښه بدیل نه دی وړاندې کړی.
اوباما د کانګرس له غړو وغوښتل چې دا موافقه تصویب کړي:
((هیله لرم چې په کانګرس کې به هم ټول دا توافق د حقایقو پر بنسټ ارزیابي کړي نه د سیاستونو او سلیقو له مخې، نه دې ته په پام سره چې دا مسئله زه چې د جمهوري غوښتونکو مخالف یم په کانګرس کې مطرح کوم او نه د تبلیغاتو له مخې بلکې پر دې بنسټ چې د امریکا ګټه په څه کې ده.))
د کانګرس یو شمېرغړو پردې توافق انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا معامله به د ایران اټمي پروګرام یوازې یوڅه ټکنی کړي خو اسلامي جمهوریت به نورهم زړور کړي څو په سیمه کې مهم رول ولوبوي. په موافقه کې په منځني ختیځ کې له تروریزم څخه د اسلامي جمهوریت د ملاتړ او په دې هېواد کې د امریکايي اتباعو د نیول کېدو یادونه نه ده شوې.
ځیني امریکايي چارواکي هیله من دي چې ښايي تهران له دې موافقې وروسته په سیمه کې د خپل رول په اړه بیاغور وکړي. خو اوباما ډېر لوړ توقعات څرګند نکړل او ویې ویل چې په سیمه کې د ایران اقدامات له دې مخکې هم د امریکا له نظره لېرې نه دي پاتې شوي:
((دا توافق زموږ مهم لومړیتوبونه ترلاسه کوي او دا یقیني کوي چې ایران به اټومي وسله جوړه نکړي خو موږ تل دا خبره هم کړې چې ایران که حتی اټومي وسله جوړه هم نکړي په سیمه او ټوله نړۍ کې زموږ ګټو او ارزښتونو ته زیان اړوي.))
ولسمشراوباما په پرونیو څرګندونو کې چې څه باندې یوساعت یې دوام وکړ هڅه وکړه چې د ایران د اټومي کړکېچ د حل د موافقې په برخه کې د امریکا د خلکو او کانګرس ملاتړ ترلاسه کړي.
کانګرس ته د دې هراړخیزې موافقې د موادو د څېړنې لپاره دوه میاشتې وخت ورکړل شوی. د جولای د څوارلسمې نېټې په موافقه کې ایران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې او په بدل کې یې هغه بندیزونه چې نړیوالو پرې لګولي دي، فسخ کېږي.