د هند او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ ډزې شوي، چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې هندي ځواکونو د پاکستان و هند د ګډې پولې په بېلابېلو برخو کې د پاکستانيانو پر کليو او بانډو ګولۍ ورولي، چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR د پنجشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې د هند سرحدي ځواکونو پر ګډه پوله د سيالکوټ په چپلهار او د کشمير پر لانجمنې سيمې کې پر ولسي وګړيو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٤ پاکستاني وګړي مړه او ٥ نور ټپيان شوي دي.
په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د پنجشنبې په ورځ يې په اسلام اباد کې د هند عالي کمشنر احضار کړى او هغه ته يې پر ګډه پوله د هندي ځواکونو په ډزو کې د ولسي وګړيو په وژنې احتجاج کړى دى.
دغه وزارت په يوه خپور کړي بيان کې رسنيو ته ويلي، چې د هند عالي کمشنر ته يې په ډاګه کړې ده، چې دا ډول بريدونه د زغملو وړ نه دي او هند بايد پر ګډه پوله د اوربند پريکړې ته ژمن پاتې شي.
خو له بلې خوا بيا هندي چارواکي د پاکستان تورونه ردوي او وايي، چې پاکستان پر ګډه پوله اوربند مات کړى او ځواکونو يې په هندي کشمير کې پر پوځيانو ډزې کړي، چې په نتيجه کې يې پوځي او ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هند پريس ټرسټ اف انډيا خبري اژانس ددې هېواد د دولتي چارواکيو په حواله وايي، چې هندي چارواکيو د چهارشنبې په ورځ د پاکستانيو ځواکونو په ډزو کې د يوه هندي وګړي په وژنې په اسلام اباد او نوي دهلي کې پاکستان ته احتجاج کړى او د دا ډول بريدونو د بندولو غوښتنه يې ترې کړې ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په سيالکوټ کې د هندي ځواکونو د ډزو له امله هندي پولې ته نزدې پرتو کليو او بانډو اوسېدونکيو خپل کورونه پرېښي او خوندي ځايونو ته کډه شوي دي.
تر دې مخکې د روان ٢٠١٥م کال په جنوري او مارچ کېهم د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو پر ګډه پر يو بل ډزې کړې وې، چې نتيجه کي ٤ پاکستاني وګړي مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي ول.
د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ پر ګډه پوله د ډزو تازه پېښۀ تر هغې وروسته رامنځته شوې،چې د روانې مياشت په ١٠ مه نېټه د پاکستان صدراعظم نواز شريف له خپل هندي سيال سره د د روسيې په اوفا ښار کې د شانګهاى سرمشريزې غونډې په څنګ کې سره وليدل او د خپلمنځي اړيکيو او همکاريوپه پراختيا او يو شمېر نورو موضوعاتو يې خبرې وکړې.
په دغه ليدنه کې دواړه لوري په دې سلا شوي ول، چې د دواړو هېوادونه به د دولتي او پوځي پلاوو په کچه د مذاکراتو ځنډېدلې لړۍ بېرته پيل کړي او د دواړو هېوادونو د ملي امنيت سلاکاران به په نزدې راتلونکي کې په هند کې سره وګوري.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان او هند په ٢٠٠٣م کال کې پر ګډه پوله د اوربند معاهده لاسليک کړې، خو بيا وروسته دواړه ګاونډيو هېوادونو څو څو ځله يو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي.
راپور: ذبيح شفق