درویشت میاشتې د ایران د اټمي لانجې په اړه خبرې اسانه نه وې. په دې مودې کې هره ورځ دا امکان و چې خبرې نتیجه ورنه کړي، خو اخر تیره سه شنبې تړون لاسلیک شو.
اوس د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، ملګري ملتونه به ډیر ژر د تهران اټومي هڅې په رسمیت وپیژني. محمد جواد ظریف له ویانا څخه ایران ته له ستنیدو وروسته وویل، د اسراییل اندیښنه د ایران د اټومي تړون په اړه یو مخ بې ځایه ده:
((راتلونکې اونۍ به امنیت شورا په یوه پریکړه لیک کې، د لومړۍ ځل لپاره په خپل تاریخ کې، د یوه مخ پر ودې هیواد د غني کولو پروګرام په رسمیت وپیژني. دا له یو انجامه بل انجام ته یو حرکت دی.))
د ایران د اټمي تړون په اړه تر ټولو هیوادو سخت غبرګون اسراییل څرګند کړ. د دې هېواد صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دغه تړون تر لاسلیک وروسته وویل:
((دا په تاریخ کې تر ټولو بده تیروتنه ده.))
بریتانیا چې د اسراییل نژدې ملاتړی هېواد دی، وایي، نتنیاهو له ایران سره له هر راز معاملې سره مخالفت کاوه، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند چې له ایران سره له اټومي تړون وروسته لندن ته ستون شو، تیره ورځ خبریالانو ته وویل:
((فکر کوم چې باید خوشبینه واوسو. موږ باید دغو هڅو ته دوام ورکړو څو ډاډه شو چې ایران دوهم ځلي نړیوالې ټولنې ته راولو. په دې ډول ایران ته د اعتدال لاس غځوو او د سیمې او نړۍ لپاره مثبته نتیجه ترلاسه کوو.))
د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو او جرمنی له ایران سره د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې دغه هیواد به اټومي هڅې کموي او په بدل کې به یې نړیوال پر دغه هیواد یو شمیر لګیدلي بندیزونه لرې کوي. د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې دغه بندیزونه له څو کلونو راهیسې پر ایران لګیدلي دي. اوس به د امریکا کانګرس له ایران سره شوی تړون د دوو میاشتو په موده کې څیړي او هغه به یا تاییدوي او یا هم ردوي.