د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۵

م.م: په افغانستان کې د ورځې ٧ ماشومان وژل کېږي يا ژوبلېږي


ملګري ملتونه په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندیښنه څرګندوي.

په افغانستان کې د جنګ جګړو زیاتوالي د نورو ناخوالو تر څنګ ماشومان هم زیانمن کړي دي.

اوس د ملګرو ملتون تازه ارقام ښیي چې په اوسط ډول هره ورځ په افغانستان کې تر اوو ماشومانو پورې د جګړو له امله یا وژل کیږي او یا هم ژوبل کیږي.

په کابل کې د یونسف یا له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ د ادارې ویاند عبدالعزیز فروتن آزادي راډیو ته وویل چې د سږ کال جګړو ته په کتو ښایي دا شمېر لا هم زیات شوی وي.

((په خواشینۍ سره کوم ارقام چې د ۲۰۱۴ کال څخه مو ترلاسه کړي دي؛ نو ویلی شو چې هره ورځ اووه ماشومان په افغانستان کې یا وژل کیږي او یا هم ټپيان کيږي او په ۲۰۱۵ کال کې ممکن یوه اندازه بیا هم زیاتوالی په کې راشي.))

ښاغلي فروتن که څه هم د سږ کال په اړه دقیق ارقام ورنه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې احتمالا کوم ارقام چې دوی یې د کال په آخره کې خپروي؛ د ماشومانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی وښیي.

دی وایی چې که د ۲۰۱۴ کال شمېرې له ۲۰۱۳ کال سره پرتله شي؛ نو د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۴۷ فیصده لوړ والی ښیي.

په وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو د پنځو کلونو د مرګ ژوبلې په اړه یو راپور خپور کړ چې ښیي په دغه موده کې تر درویشت سوه زیات ماشومان وژل شوي او نږدې پینځه نیم زره زخمیان شوي دي.

په راپور کې په جګړو کې د ماشومانو ښکیلتیا ته په اشارې د دې سازمان د عمومي منشي بان کي مون په حواله راغلي چې ماشومان په افغانستان کې د جګړې بار وړي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هم په دغه هېواد کې د ما شومانو وضعیت د اندیښنې وړبولي او د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار آزادي راډیو ته وویل چې لا هم ماشومان او ښځې د جګړې لومړني اهداف دي چې قرباني ورکوي.

((د افغانستان په ځينو و لایتونو کې د دښمن له وروستیو تحرکاتو سره د ملکیانو په ځانګړې توګه ماشومانو تلفات یوه اندازه زیات والی ښیي. خو زموږ ټینګار پر امنیتي ځواکونو دا دی چې په عملیاتو کې ملکیانو ته په خاصه توګه ماشومانو ته تلفات وا نه وړي.))

خو په افغانستان کې د جګړو تر څنګ ماشومان په نورو برخو کې هم زیان منونکي دي.

په تر ټولو تازه مورد کې د کابل د اتمې حوزې مربوط سیمه کې د یوه درې کلن ماشوم مړی وموندل شو چې د نا معلومو کسانو له خوا تر جنسي تیري وروسته په ډيرې بې رحمۍ سره وژل شوی و.

د کورنیو چارو وزارت هم دا تاییدوي چې وروستیو جګړو په افغانستان کې د ماشومانو مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

د دغه وزارت یوه ویناد نجیب دانش له آزادي راډیو سره په مرکه کې د دغې مرګ ژوبلي مسوولیت د دولت پر وسله والو مخالفینو اچوي.

(( زه فکر کوم چې په تېر کال او همدا اوس چې کوم حالت روان دی؛ د ماشومانو د ژوند د تحفظ لپاره ښه کلونه نه و چې بدبختانه ماشومان او ښځې د جنګ لومړني اهداف دي.))

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ د حکومتي ځواکونو او مخالفینو په لیکو کې د ماشومانو استخدامول؛ د کافي روغتیایې خدمتونو او خوراکي موادو نشتوالی او شاقه کارونه د افغان ماشومانو پر وړاندې له نورو اساسي ستونزو څخه دي.

ملګري ملتونه دا د بشر د حقونو ښکاره سرغړونه ګڼې او په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواو غواړي چې د ماشومانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG