د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

کمپبل: افغان ځواکونو په سیمو کې د رهبرۍ بدلون ته اړتیا لري


د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان کیمپبل
د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان کیمپبل

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان وایي؛ د افغانستان په ځینو سیمو کې د امنیتي ځواکونو رهبري بدلون ته اړتیا لري.

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان وایي؛ افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې ښه ځلیږي؛ خو په ځینو ځایونو کې د رهبرۍ او همغږۍ ستونزې لري.

جنرال جان کیمپبل د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره له نږدې کار کوي؛ څو دا او ورته نورې ستونزې هوارې شي.

کیمپبل وایي، که چیرې افغان ځواکونو په هغمږۍ او ګډه کار وکړي؛ کولای شي، مقابل لوري ته په آسانه ماتې ورکړي.

((که چېرې افغان ځواکونه په ګډه او دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست په همغږۍ کې کار وکړي؛ کولای شي مقابل لوری وځپي، دوی ښه تکنالوجي او ښه تجهیزات لري؛ خو دا ځواکونه ښې رهبرۍ ته اړتیا لري؛ په ځينو ځایونو کې رهبري ښه ده، خو په ځینو ځایونو کې د رهبرۍ بدلون ته اړتیا لیدل کیږي.))

د امنیتي ځواکونو پر رهبرۍ باندې انتقادونه په داسې حال کې کیږي چې سږکال د وسله والو مخالفینو فعالیتونه یو څه جدي دي او یوشمیر سیمې او ولسوالۍ یې هم نیولي دي.

له دې وړاندې ولسمشراشرف غني او اجرایيه رییس عبدالله عبدالله هم منلې چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په ځینو برخو کې پاته راغلي او ویلې یې دي چې اوسنی وضعیت ورته د منلو نه دی.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان جان کیمپبل هم مني چې امنیتي وضعیت د تیر کال په پرتله خراب شوی دی؛ خو نوموړی یې عوامل داسې په ګوته کوي.

((موږ لا هم له ګواښونو سره مخ یو؛ افغان ځواکونه له سخت جنګي فصل سره مخ شوي دي؛ خو سږکال د تیر کال په پرتله جګړه د څو عواملو له مخې زیاته شوې ده؛ یو لامل دا دی چې په دې سخته جګړه کې ایتلافي ځواکونه د جګړې په ډګر کې نشته؛ ځینې بهرني عوامل هم شته، مثلاً په پاکستان کې د عملیاتو له امله د افغانستان خاورې ته د مخالفینو را اوښتل او بل هم په هلمند، فاریاب او ننګرهار کې د داعش موجودیت دی.))

له دې وړاندې د ملي شورا یوشمېر غړو او امنیتي کارپوهانو هم د امنیتي ځواکونو په نه همغږۍ او رهبرۍ باندې انتقادونه کړي وو.

خو له دې وړاندې کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ او د دوی د خرابې رهبرۍ انتقادونه په کلکه رد کړي دي.

د چارو څيړونکي وایي، افغان حکومت باید په دې اړه انتقادونه جدي ونیسي او د امنیې قومندانیو، ولسوالیو او قل اردوګانو په کچه د امنیتي ځواکونو د همغږۍ او رهبرۍ هڅې ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG