ټاکل شوې چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو او تهران ترمینځ خبرې نن او سبا هم دوام وکړي.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر جوادظریف پرون پر شپږ جمع یو ډلې تور ولګاوه چې د خبرواترو په جریان کې خپل موقف بدلوي او د فشار له تکتیک څخه کار اخلي.
خو ظریف د ایران د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې د پرمختګ خبره هم وکړه او ویې ویل چې وروستي توافق ته د رسېدو لپاره به نن او سباهم خبرې اترې دوام وکړي:
((موږ تراوسه د پای ټکي ته نه یو رسېدلي. پرمختګ مو کړی، خو د پای ټکي ته د رسېدو لپاره باید له دې هم مخکې ولاړ شو.))
د امنیت شورا پنځو دایمي غړو امریکا؛ برتانیا، روسیې، فرانسې، چین جمع جرمني، وروستي توافق ته د رسېدو لپاره تېره شپه مهلت ټاکلی و؛ خو خبرې اترې اوږدې شوې.
له دې مخکې یوه ایراني چارواکي د خپل هویت د نه ښودلو په شرط انټرفکس خبري آژانس ته ویلي وو چې لوېدیځو هېوادونو د ایران پر وړاندې خپل دریځ نور هم سخت کړی دی.
د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرواترو دوه اونۍ تېرېږي. په دې خبرواترو کې د روسیې دریځ ایران ته ډېر نژدې دی. پرون د روسیې ولسمشر د شانګهای د همکارۍ د ټولنې د سرمشریزې په حاشیه کې وویل؛ ښکېل اړخونه به ډېرژر یوه توافق ته ورسېږي. ولادیمیر پوټین پر ایران د اقتصادي بندیزونو د سمدستي لېرې کېدو غوښتنه وکړه:
((موږ له دې ټکي څخه وړاندې ځو چې پر ایران لګول شوي ټول بندیزونه باید لېرې شي؛ خو پوښتنه دا ده چې کومه بندیزونه او څه وخت؟ موږ غواړو بندیزونه په مجموع کې، ژرترژره لېرې شي.))
خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر چې د ویانا د خبرو له ګډونوالو څخه دی پرون وویل خبرې ډېر سست پرمختګ کوي. فیلیپ هاموند خبریالانو ته وویل؛ لاهم داسې مسایل شته چې باید حل شي:
((موږ پرمختګ کوو، خو له بده مرغه په کم سرعت، لکه څنګه چې تاسو هم د اونۍ په ترڅ کې ولیدل. پرمختګ شته خو ځینې مسایل لاهم شته چې باید حل شي.))
د ایران د اټومي پروګرام په اړه چې هره موافقه کېږي باید د امریکا کانګرس ته وړاندې او هلته تصویب شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې باید د دې توافق متن یې کانګرس ته د وړاندې کولو لپاره چمتو کړی وای؛ ویلي چې ایران یولړ سختې سیاسي پرېکړې چې باید کړې وی تراوسه نه دي کړي.