د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

اشرف غني د سولې د تامین لپاره د سیمه ییزې اجماع په لټه کې دی


جمهور ریس محمد اشرف غني په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د سیمه ییزې اجماع د جوړیدو په لټه کې دی.

د طالبانو سره د وروستیو خبرو د پلاوي مشر او د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد وايي، ښاغلی غني به د دې طرحې د پلي کولو لپاره د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې جمهورریس غني دا وخت د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته رسیدلی ځيني سرچینې وايي، افغان ولسمشر به په دې سفرکې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په جوړیدو ټینګار وکړي.

د دې هدف لپاره ټاکل شوې چې جمهور ریس غني د شانګهای سازمان غونډې په څنډه کې د سیمې د هېوادونو له یو شمېرمشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د طالبانو سره د سولې د وروستیو رسمي خبرو د پلاوي مشر او د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد وايي، د سیمه ییزې اجماع جوړیدل په افغانستان کې د سولې د تامین یوه مهمه برخه ده چې د جمهورریس غني روسیې ته د دې سفر د اجنډا یوه برخه جوړوي:

((سیمه ییزه اجماع زموږ د سولې د هلوځلو یوه مهمه برخه ده چې جمهورریس غني به په دې برخه کې د شانګهايی کنفرانس ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو سره خبرې وکړي.))

جمهور ریس محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو په پنځه لسمه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته رسیدلی دی.

ارګ ماڼی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جمهورریس غني به په دې غونډه کې د وینا ترڅنګ د دې سازمان د ځينو غړو او د سیمې د هېوادونو د مشرانو سره هم د بېلابېلو سیمه ییزو همکاریو لکه اقتصادي، امنیتي او د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.

په همدې حال کې د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشرغني به د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د پاکستان، هندوستان او روسیې د مشرانو په شمول د لسو هېوادونو له استازو سره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه خبرې ولري.

ښاغلي کرزي وویل چې په دې لیدنه کې به د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د همکاریو په دوام ټينګار وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له دې دوه ورځې مخکې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ لومړنی رسمي خبرې په پاکستان کې ترسره شوي دي.

بل خوا یو شمېرسیاسي څیړونکي په دې باوردي چې د سیمه ییزې اجماع جوړیدل کولای شي د افغانستان د سولې او امنیت لپاره ګټوره تمانه شي.

له دې څیړونکو څخه محب الله شریف ازادي راډيو ته وویل، د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو سره د ښاغلی غني لیدنه ممکن د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییز ضمانت رامنځته کړي:

((مهم ټکی به دا وي چې ښاغلی غني وکولای شي د هغې جوړجاړي لپاره چې د طرفینو ترمنځ رامنځته کیږي د هغې لپاره په سیمه ییزه او نړېواله کچه داسې ضمانت او ملاتړ رامنځته کړي ترڅو د هغې د عملي کیدو لپاره لار هواره شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په شمول د سیمې یو شمېرهېوادونو ډیرځله د افغانستان په امنیت اندیښنې ښودلي دي.

کاروپوهان وايي، روسیه، چین او تاجکستان هغه هېوادونه دي چې فکرکوي د افغانستان ناسم امنیتي وضعیت په دوی اغیزې کوي او د دوی ګټو ته زیان رسونکی دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG