د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډيره په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو او د دې خبرو په اړه هیلو او اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی، د سولې د خبرو نوی پړاو خو ایا پاکستان به بیا هم دوه ګونې لوبه وکړي.
په سرمقاله کې راغلي اوس چې طالبان د سولې خبروته حاضرشوی د پاکستان د همکارۍ په اړه شکونه پيدا شوي دي او پاکستان په دې پوه شوی چې د سولې په ټینګښت کې له افغانستانه امتیاز ترلاسه کوي.
سرمقاله لیکونکي ویلي داسې ښکاري چې پاکستان اوس د افغانستان دې غوښتنې ته ځواب ویلی چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.
د سرمقاله لیکونکي اندیښنه دا ده چې پاکستان ممکن طالبان په دوو ډلو وویشي هغه دا چې یوه ډله به سولې ته چمتو کړي او بله به د جګړې لپاره هڅوي.
ویسا:
له طالبانو سره مخامخ خبرې هیلې او اندیښنې دا بیا د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلي دا چې پاکستان اوس طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي د افغان حکومت هغه ادعا ثابتوي چې ویلې یې دي، طالبان پاکستان رامنځ ته کړي او پاکستان یې ملاتړ کوي.
سرمقاله لیکونکي ویلي، که پاکستان پرطالبانو کنټرول نه درلود، نو اوس په کوم باور طالبان په اسلام اباد کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شوي دي.
د ورځپاڼې په باوراوس هم اندیښنه دا ده چې پاکستان به یوه ډله طالبان سولې ته چمتو کړي او بله به د جګړې لپاره ساتي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې ویلي چې د اسلام اباد د سولې په خبرو کې د افغان حکومت استازیتوب د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال خلیل کرزی او د طالبانو استازیتوب د هغوی د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال ملاجلیل او قاري دین محمد کوي.
په مطلب کې راغلي، که د پاکستان په اشاره طالبان سوله وکړي، خلک به نورهم یقیني شي چې طالبان د پاکستان د لاس آله ده.
چراغ:
چراغ نادولتي ورځپاڼې بیا د یوې روحاني ډلې د مشرابوطالوت خراساني خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، که د طالبانو مشرملاعمر دوی ته ویډیویي پيغام ونه لیږي له داعش سره به یوځای شي.
خراساني ویلي، ده او د طالبانو نورو قومندانانو له څو کلونو راهیسې د ملا عمرپيغام نه دی اوریدلی او د ملاعمر د کورنۍ غړو هم د هغه د ژوند او مړینې په اړه معلومات نه دي ورکړي.