د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۷

د افغان حکومت یو پلاوی د سولې د خبرو لپاره اسلام اباد تللی


د افغانستان جمهوري ریاست دا منلې چې د افغان حکومت په استازیتوب یو پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون کړی دی.

د ولسمشرغني د ویاند مرستیال ظفرهاشمي که څه هم د دغو کسانو د نومونو په اړه څه نه وايي خو وايي چې د دغه راپورجزیات به ډېر ژر له رسنیو سره شریک کړي.

د سولې لپاره د کلونو انتظار او اوس په اسلام کې د وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د استازو د خبرو نتیجې ته د کابل تمه.

د افغانستان جمهوري ریاست په دغه ناسته کې چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې جوړه شوې د افغان حکومت د استازو ګډون منلی دی.

که څه هم یو شمېر راپورونه وايي چې په دغه ناست کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، حاجي دین محمد او یو شمېرنورو کسانو د افغان حکومت په استازیتوب ګډون کړی خو جمهوري ریاست په دې اړه هرډول خبرې له وخت نه مخکې ګڼي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په دغه ناسته کې د طالبانو له خوا شیرمحمد عباس ستانکزي، مولوي عبدالجلیل او یو شمېر نورو طالب مشرانو ګډون کړی دی.

د افغان ولسمشرد ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي د دغې غونډې په اړه وايي:

((د افغانستان جمهوري ریاست دا مني چې د افغانستان د سولې د عالی شورا یو پلاوي له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی، جزییات به یې ورسته ستاسې له اورېدونکو سره شریک کړو.))

چېن، ناروې، قطراو متحده عربي امارت هغه څلور هېوادونه دي چې تردې مخکې یې په غیر رسمي ډول طالبانو سره د افغان حکومت ناستې برابرې کړې وې.

هغه ناستې چې د طالبانو استازو هم ګډون په کې منلی خو ویلي یې چې دغه لیده- کاته افغان حکومت سره د سولې د رسمي خبرو په مانا نه دي.

په عین حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي وايي چې اسلام اباد تل کابل ته دوکه ورکړې او هڅه کوي چې په دې ډول خپلو هدفونو ته ورسیږي.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون غړی سید اسحق ګیلاني د سولې د خبرو په برخه کې د افغان دولت له خوا د یوې واحدې ستراتېژۍ او قوي ارادې نه شتون ته د انتقاد ګوته نیسي:

((د طالبانو هغه سیاسي کمیسیون چې په قطرکې دی او هغه شورا یې چې په کویټه کې ده خبرو ته حاضره نه شي فکرنه کوم چې هیڅ ډول خبرې به کوم ځای ونیسي، موږپه فطر او دوبۍ که له طالبانو سره خبرې کړې وي او هغه مو ولسمشرته ورسولې خو ګټه نه لري ځکه کله چې له یو حرکت څخه د حکومت ملاتړ نه وي موجود کوم ځای نه نیسي.))

کارپوهان په دې باوردي چې طالبان له یوې خوا د جګړې اورته په پوکې سره او له بلې خوا د سولې خبرو ته په غاړه اېښودلو د امتیاز اخیستلو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا غړی مولوي قیام الدین وايي چې دغه شورا د اسلام له ناستې بې خبره ده خو دی وايي، که طالبان په افغانستان کې ځان ته د ځای موندلو په هڅه کې وي دا یو معمول امر دی:

((موږهمیشه د سولې طرفدار یو، طالبان که امتیازات غواړي، هغه امتیازات چې د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکرکې نه وي حکومت دی ورکړي ترڅو سوله ټینګه او جګړه ختمه شي.))

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سولې لپاره له د هر ډول هغه خبرو چې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي هرکلی کوي.

لویدیځو چارواکو تردې مخکې په قطرکې د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ د بیا ځلي خبرو د پیلېدو خبر ورکړی و، کوم چې ویل کېږي د روژې د میاشتې په پای کې به ترسره شي.

یو شمېر کارپوهان وايي چې دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو لومړۍ ناسته ده او افغان حکومت باید دا فرصت د پاکستان په واک کې ورنه کړي.

اړونده موضوع:

غني: له طالبانو سره به د سولې خبرې له قوي دريځه وکړو

XS
SM
MD
LG