د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي: حکومت به د طالبانو د سولې په مذاکرو کې له قوي موقفه خبرې وکړي.
ښاغلي غني پرون [سه شنبه] په کابل کې د یو شمېرسیاسي څارونکو او ژورنالیستانو سره وکتل.
د ارګ د مطبوعاتي دفترخبرپاڼه وايي، ولسمشرغني په دې غونډه کې د طالبانو سره د سولې د مذاکرو او په افغانستان کې د امنیت د خرابوالي پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشرغني ویلي چې د سولې په مقدماتي خبروکې به پر درېیو مهمو مسلو بحث وشي چې د سولې د خبرو دوام، د بارو رامنځ ته کول او دواړو خواوو ته د مهمو مسالو د لست جوړول دی.
ښاغلي غني یو ورا بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې به یوازې د افغانانو ترمنځ [بین الافغاني] وي او افغانان به یې رهبري کوي.
د ولسمشرغني په باور، د سیمې هېوادونو، نړېوالو او د افغانستان د حکومت مخالفو ډلو ته څرګنده شوې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ماتې امکان نه لري نو له دې امله به د سولې په خبرو، د افغان د حکومت لاس بر وي.
ولسمشرغني زیاته کړې چې حکومت یې هڅه کوي چې د تشدد او د وسله والو نښتو اندازه کمه شي او ډاډ یې ورکړی چې په دې بهیرکې به د ښځو ونډه خوندي وي.
ولسمشرغني زیاته کړې چې د طالبانو د استازو سره د سولې په مذاکروکې د افغانستان د اساسي قانون د اول او دوهم فصل پر تعدیل بحث نه شي کېدلای.
بله مساله چې د جمهورریس غني په وینا، د طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې نه ده شامله شوې او په راتلونکې کې هم نه شي ور ګډيدلای هغه د ډیورنډ کرښې برخلیک دی.
ولسمشرغني ویلي، د نړۍ او سیمې هېوادونه پردې پوهیدلي چې د افغانستان امنیت او سولې ته اړتیا لري.
له بلې خوا، سپینې ماڼۍ په اسلام اباد کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د خبرو هرکلی کړی دی او یو مهم پرمختګ یې بللی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ د پاکستان حکومت ستایلی چې د افغان حکومت او طالبانو استازو ته یې د خبرو زمینه برابره کړې ده.
جاش ارنسټ په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې دا خبرې د با اعتباره سولې لپاره مهم ګام دی.
جاش ارنسټ ویلي د افغانستان حکومت هم د دې لپاره چې سولې ته یې اولویت ورکړی، ستایلی دی.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم دا خبرې ستر پرمختګ بللی دی.
نوازشریف پرون د پاکستان پرټلویزیونه په وینا کې، هیله څرګنده کړې چې دا خبرې به افغانستان سولې اوثبات ته ښې پایلې ولري.
سره له دې چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې خونړۍ حملې جاري ساتلې، اسلام اباد ته د کابل د پلاوي تګ، د سولې لپاره د غني د حکومت ترټولو تازه هڅه ګڼل کېږي.