په داسې حال کې چې چارواکي د سوریې په شمالي ښار حلب کې د جګړې د پراخېدو خبر ورکوي؛ ترکیې له سوریې سره د ګډې پولې په اوږدو کې نور ځواکونه ځای پرځای کړي دي.
انقرې د کردي ځواکونو د پرمختګ، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د حملو او د سوریې له خاورې ترکیې ته د کډوالو د نوې څپې د پیل د اندېښنو له کبله د سوریې په خاوره کې د یوې امن ساحې د رامینځ ته کېدو غوښتنه کړې.
د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي دي چې پوځ د سوریې د ګډې پولې په اوږدو کې امنیتي اقدامات پراخ کړي دي او سرحد ته یې ځانګړي ځواکونه استولي.
د ترکیې صدراعظم پرون وویل چې د خپلو سرحدونو د امنیت لپاره یې احتیاطي اقدامات ټینګ کړي دي. احمد دواد اوغلو پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل؛ که چېرته داسې وضعیت پېښ شي چې د ترکیې ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړي؛ امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې په لازم اقدام لاس پورې کړي.
خو له فرانسپرس خبري آژانس سره په خبرو کې داوداوغلو سوریې ته د ترکي سرتېرو د استولو احتمال رد کړ او ویې ویل هېڅوک دې تمه نه لري چې سبا یا بله ورځ به ترکان د سوریې خاورې ته ننوځي.
له دې مخکې ځینو رسنیو د ترکیې او سوریې د ګډ سرحد په اوږدو کې د ترکي ځواکونو د عملیاتو د پیل اټکل کړی و. داود اوغلو وویل، په هغه صورت کې چې ترکیې ته خطر پېښ نه شي؛ دا تصور ناسم دی چې ترکیه به په نژدې راتلونکي کې داسې یو اقدام وکړي.
انقره په سیمه کې د کردي ځواکونو حضور هم د ترکیې لپاره ګواښ ګڼي او د YPG په نوم د کردي وسله والو ډله چې په سوریه کې د جګړې په حال کې ده؛ د PKK ګوند یوه برخه بولي. پي کې کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکیې د حکومت پرضد جګړه کې چې له څلوېښت زرو زیات کسان یې ووژل برخه درلوده.
په داسې حال کې چې له یو میلیون او اتوسوو زرو زیات کډوال لا له مخکې په ترکیه کې استوګن دي د انقرې بله اندېښنه ګډ سرحد ته د سوریې د کډوالو نوې څپه ده.
د ترکیې د بهرنیوچارو وزارت ویاند په دې اړه د حکومت اندېښنه پرون یوځل بیا په ډاګه کړه. تانجو بیلګیج Tanju Bilgic په انقره کې خبریالانو ته وویل:
((زیات شمېر خلک د کرښې په لویدیځ اړخ کې چې له مارع Mare او اعزاز Azaz څخه تر حلبه پورې پرته ده، دېره دي. په دې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او د اسلامي دولت ډلې حملې زموږ هېواد ته د کډوالو د یوې نوې سترې څپې باعث کېدای شي. په دې سیمه کې څلور- څلور نیم میلیون وګړي اوسېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې سرحد ته نژدې په اعزاز سیمه کې د درنو جګړو راپور ورکړل شوی. امنیتي سرچینې وایي چې دا نښتې د داعش ډلې او له القاعده شبکې سره د تړلې جبهه النصره او د لویدیځ پلوو یاغیانو د ګډ ځواک ترمینځ شوې دي.
جبهه النصره له څو اونیو راهیسې په حلب ښار کې جګړه کوي. د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو وايي؛ که حلب سقوط وکړي، د کډوالو یوه لویه څپه به د ترکیې خوا ته مخه کړي.