د سرپل ولایت اوسېدونکي په دې ولایت کې د نا امنیو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي او وايي چې نسبت پخوا ته اوس مهال په دې ولایت کې د دولت د مخالفو وسله والو حملې په کراتو زیاتې شوي دي.
دا کسان وايي چې په سرپل ولایت کې تر ټولو له لوړ تهدید سره مخې سیمې د شیر ها ساحات دي چې سرپل مرکز سره په څو کیلو متري کې موقعیت لري او هلته اکثراً د مخدره توګو چاقاق او کر کېله هم ترسره کیږي.
د سرپل ولایت اوسېدونکي وايي چې پخوا به د دولت مخالفو وسله والو فعالیت یواځې د کوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې کېده؛ خو اوس مهال د ملي یوالي د حکومت په رامنځته کېدو سره سم نا امنۍ د سرپل ولایت مختلفو سیمو ته وغځېدې او له دې سره چې مخالفین د کوهستاناتو ولسوالۍ په خپل واک کې لري؛ ترڅنګ یې په تازه ګۍ سره د سوزمه قلعه ولسوالۍ ۹۰ سلنه سیمې هم تر خپل تصرف لاندې راوستي دي.
په دې ولایت کې اوسېدونکي شکایت کوي چې مخالفین یې کله نا کله پر سیمو حملې کوي چې د امنیتي ځواکونو او د دولت ضد وسله والو مخالفینو ترمنځ په اخو ډب کې ملکي کسان قرباني کیږي.
دوی ادعا کوي چې د دولت مخالفو وسله والو په مینځ کې بهرني جنګیالي هم لیدل کیږي چې اکثراً له ازبکستان او تاجکستان څخه راغلي او په سرپل کې وسله واله جګړه کوي.
د سرپل یوه اوسېدونکي یې په اړه خپل شکایت داسې بیان کړ:
"د مخالفینو فعالیتونه ډېر شوي؛ پر کلو او خلکو هم حملې کوي، ستونزه دا ده چې دولت یې د مخنیوي وړتیا نه لري."
د سرپل ولایت د امنیې قومندان محمد آصف جبارخېل په قول داسې راپورونه خپاره شوي چې د سرپل د امنیې قومندان په دې ولایت کې د موجوده نا امنيو تر شا د ولایتي شورا د وکیلانو لاس لرل تایید کړي دي.
هڅه مو وکړه چې د یادې موضوع په اړه د سرپل ولایت د امنیې قومندان محمد آصف جبارخیل نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو بریالي نه شو.
له بل لوري د سرپل ولایت د ولایتي شورا استازي هم په دې ولایت کې د موجوده نا امنیو په اړه اندېښمن ښکاري او علت یې هم د امنیت ټینګښت په برخه کې د دولت او امنیتي ارګانونو بې توجهي بولي.
د سرپل ولایتي شورا غړی اسد الله خرم د امنیې قومندان اعادوې بې بنسټه بولي او وايي؛ که په موقع سره امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته نه شي؛ نو ډېر ژر به د سرپل مرکز د مخالفینو په ولکه کې ورشي:
"مخالفین په دې ولایت کې ورځ تر بلې توانمند کیږي؛ امنیتي ارګانونه که هڅه ونه کړي؛ ډېر ژر به دا ولایت له سقوط سره مخ شي."
په داسې حال کې د سرپل ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د بد امنۍ په اړه اندېښمن دي چې کله نا کله په سرپل ولایت کې موجوده مخالفین د دې ولایت پر ګاوندي ولایتونو باندې هم وسله والې حملې ترسره کوي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی