د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، ایران به د نړۍ له قدرتونو سره یوې موافقې ته ورسیږي، که مقابل لوری زیاتې غوښتنې مطرح نه کړي.
محمد جواد ظریف دا خبره پرون د اتریش په پلازمینه ویانا کې چې د اټومي خبرو وروستی پړاو په کې ترسره کیږي، وکړه.
د یوې موافقې لپاره د جون دیرشمه وروستۍ نیټه ټاکل شوې خو چارواکي تمه کوي چې دغه ظرب الاجل به لږترلږه دوه درې ورځې تمدید شي.
ظریف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرجان کري سره له خبرو وروسته وویل چې مذاکره کوونکي د پرمختګ لپاره سخت کار ته اړتيا لري.
هغه یوځل بیا پر دې ټینګاروکړچې مقابل لوری باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي، په تیره بیا د بندیزونو د لیرې کولو، د ټولو بندیزونو د لیرې په برخه کې.
ظریف وویل، ټول اقتصادي او مالي بندیزونه باید سمدستي لیرې شي. ټول هغه بندیزونه چې د ملګروملتونو امنیت شورا له لوري لګول شوي باید سمدستي لغو شي:
”دا مهم مسایل دي او زموږ د خبرو لوری دې ته اړتیا لري چې په دې برخه کې جدي سیاسي پریکړه وکړي. که دوی دغو سیاسي پرېکړو ته تیاروي، زما فکریوښه تړون به چې ګټه به یې ټولوته ورسیږي، وشي“
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري خبریالانو ته وویل، دی هیله من دی چې ترټاکلې نیټې یوه موافقه وشي خو دوی ډیر کار په مخکې لري چې باید ترسره یې کړي.
د ایران جګ پوړي سترمرکچي عباس عراقچي بیا وویل چې خبرې ډیرې ستونزمنې او ورو مخ ته ځي.
هغه وویل، د هغې موافقې چې په لوزان کې شوې وه، ځینې مواد نور اعتبارلري ځکه یو شمیرهیوادونو چې له ایران سره اټومي خبرې مخ ته وړي، خپل دریځ بدل کړی دی.
هغه د کوم مشخص هیواد نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې موږ د دوی د دریځ بدلون په هغو اعلامیو کې چې خپرې کړې یې دي، وینو چې دې مسئلې چارې نورې هم پیچلې کړې دي.
ایران او د نړۍ شپږقدرتونه، امریکا، فرانسه، بریتانیا، چین، روسیه او جرمني هڅه کوي، داسې یوې موافقې ته ورسیږي چې له مخې به یې تهران خپل لانجمن اټومي پروګرام بندوي او نړیوال به هم پرایران بندیزونه لرې کوي.
خو د بندیزونو د لیرې کیدو او د ایران پراټومي پروګرام د څارنې د یوه میکانیزم په برخه کې تراوسه دواړه لورې ډیرسره لرې دي.