د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

ستانکزي د ناټو په غونډه کې خپلو غوښتنو ته ځواب تر لاسه کړی


افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وایي چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یې خپلو غوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ترلاسه کړل.

معصوم ستانکزي د پنجشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان غوښتنې واوریدې او د پوره کېدو ژمنه یې وکړه.

د هوایي ځواک پیاوړتیا، په مالي مرستو کې انعطاف، تر ۲۰۱۷ م کاله پورې له افغان ځواکونو سره مالي مرسته او تر ۲۰۱۷ م کال وروسته له افغانستان سره د مرستو تنظیمول د افغان پلاوي عمده غوښتنې وې.

معصوم ستانکزي وویل، پریکړه پردې وشوه چې د افغانستان نړېوال متحدین به د افغانستان اوسنی جنګي فصل ارزوي او بیا به همدې مسئلې ته په کتو د خپلو ځواکونو د کمولو په اړه پریکړه کوي.

ښاغلي ستانکزي په افغانستان کې د اوسنۍ ناامنۍ لامل د نړېوالو ځواکونو کمښت وباله او وې ویل چې تیرکال ځکه د وسله والو مخالفینو فعالیتونه پياوړي نه وو چې د جګړې په ډګر کې نړېوال ځواکونه هم وو.

د افغانستان سرپرست دفاع وزیرد افغان مځکنیو ځواکونو د ملاتړلپاره هوايي ځواک ضروري وباله، ویې ویل:

((له هوايي ځواکه په استفادې موږپه ډېرښه ډول د مځکنیو قواوو د فعالیتونو ملاتړ وکړو، له دې کبله زموږ ډېرتاکېد نن د ناټو له سرمنشي او همدا راز یو شمېر زیاتو هېوادونو سره په دې موضوع وې چې د افغانستان هوايي ځواک ته دې زیاته پاملرنه وشي.))

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وویل چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي او د پخوا په پرتله ښه عملیاتونه پرمخ بیایي.

نوموړي وویل چې له دې سره سره افغان حکومت سوله هم یوه اړتیا بولي او ویې ویل چې د سولې د خبرو بریالیتوب د طالبانو د مشرانو په ارادې پورې تړلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې اوسنۍ جګړه د خلکو په وژلو پای ته نه رسیږي او د افغانستان مخالفې ډلې باید دا موضوع درک کړي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پای ته ورسیده او له دې غونډې وروسته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي هم د افغانستان د اوږدمهاله ملاتړ ژمنې وکړې.

د امریکا د دفاع وزیراشټن کارتر وویل، د دوی لپاره د افغان ځواکونو ملاتړمهم دی او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ۲۰۱۷ میلادي کال پر پوځي بودجې یې هم کار پیل کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیرپه افغانستان کې د داعش جنګیالي پخواني وسله وال مخالفین یاد کړل او وې ویل چې دغو ډلو اوس یوازې خپل نوم او بیرغ داعش ته اړولی دی.

د ناټوعمومي منشي ینزسټولټنبرګ هم په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې دوی د افغانستان اوسنی جنګي حالت ارزوي او دې ته په کتو د خپلو عسکرو د کمښت په اړه پریکړه کوي.

نوموړي وویل چې د پریکنده ملاتړ له ماموریت وروسته به په افغانستان کې نوی ماموریت پیل کړي او په دې ماموریت کې به پوځي حضورهم شامل وي.

راپور: اسدالله لودین بروکسل

XS
SM
MD
LG