په ختیځه سیمه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د بشري مرستو څانګې له خوا راټولې شوې مرستې د پنجشنبې په ورځ پر ۱۱۷ بې وزله یتیمو ماشومانو وویشلې.
د دې ټولنې مسول حاجي عبدالرحیم صراف ازادي راډيو ته وویل چې دوی په هر یتیم څه باندې د دوه زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل:
((په دې مرستو کې اوه کليو لوبيا، اوه کليو وريجې اوه کليو بوره، غوړي، خُرما، چای او د همدې ماشومانو لپاره يوه يوه جوړه جامې شامل دي.))
نوموړی وايي، له دې مخکې يې پرهمدغو یتیمو ماشومانو نغدي مرستې هم ویشلې وې.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال له یادې ټولنې څخه مننه وکړه او پر ټولو شتمنو خلکو يې غږ وکړ چې د روژې په مبارکه میاشت اړمنو سره مرسته وکړي:
((زه د بشري مرستو ټولنې نه چې په سرکې جمعیت اصلاح قرار لري؛ مننه کوم د دې نیک اقدام نه او پرشتمنو خلکو غږ کووم چې خپلې مرستې غریبو سره جاري ساتي او په خاص ډول په روژې میاشت کې دغو اړمنو سره مرسته وکړي.))
د ویلو ده چې په ننګرهار کې د غریبو د لاس نیوی دود ژوندی شوی او همدا اوس اوس په دې ولایت کې څه باندې لس خیریه بنسټونه د بشري مرستو په راټولولو مصروفه دي او بیرته دا مرستې پرهغو بې وزلو او اړمنو خلکو ویشي چې مستحق وي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری