د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

فارین پالیسي: د طالبانو راتلونکې


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې: د طالبانو راتلونکې - ترسرلیک لاندې یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

دا چې له طالبانو څخه ملاتړمخ په کمیدو دی او د اسلامي دولت ډله د پراختیا په حال کې ده، طالبان ممکن د ژوندي پاته کېدو لپاره په یوې سیاسي ډلې بدل شي.

خپرونه لیکي:

داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې لپاره دوې نوې جبهې پرانستل کېږي.یوه یې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پراختیا او بله دا چې پاکستان د طالبانو نفوذ ته یو ستراتیژیکې ګواښ مخامخ کړی دی.

د خپرونې په باور، ترټولو مهمه خبره دا ده، پاکستان چې له ۲۰۰۱ کال راهیسي یې د طالبانو ملاتړ او پالنه کوله، داسې ښکاري چې د چېن، سعودي عربستان او افغانستان د فشارونوله امله د طالبانو له ملاتړه لاس اخلي.

د خپرونې په باور، دا دوه غیر مترقبه چېلنجونه د طالبانو مشرتابه اړکوي چې د اوږدې مودې ژوندي پاته کېدو او سیاسي راتلونکي لپاره په خپلې جنګي پالیسۍ له سره غور وکړي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي:

له کومې ورځې چې اشرف غني د جمهوري ریاست په څوکۍ ناست دی، له اسلام اباد سره یې د ښه سلوک پالیسي مخته کړې او د همکارو دولتونو، په خاص ډول د چېن په مرسته یې په پاکستان فشارونه زیات کړې چې طالبان د خبرو میزته کېنوي او یا هم په خپله خاوره کې له ټولو وسله والو سره مقابله وکړي.

فارین پالیسي لیکي:

پاکستان په ظاهرکې دغو فشارونو ته غاړه ایښې او یا هم د دې هېواد ملکي او پوځي مشرانو د خپل امنیت د خرابیدو له امله د طالبانو په اړه له توقع خلاف بیانونه ورکړل.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف مې میاشت کې کابل ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو پسرلنۍ حملې وغندلې او ویي ویل چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان نشي کېدای.

د پاکستان د پوځ لوی درستیزجنرال راحیل شریف هم ورته څرګندونې وکړې.

د پاکستان د ملي اسمبلې د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس اویس احمد خان لغاري د روانې میاشتې په سرکې له اسمبلۍ څخه وغوښتل چې اسلام اباد باید د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني د ښه نیت په بدل کې د حقاني شبکه او طالبان کابل ته حواله کړي.

فارین پالیسي د تحلیل په وروستۍ برخه کې لیکي:

طالبان به د وخت په تیریدو، د منابعو په کمیدو او د ناهیلیو له امله د پوځي څانګې په څنګ کې په افغانستان کې په موازي ډول سیاسي حرکت پرمخ بوزي او ځیني مشران به یي د خلکو د زړونو خپلولو په مقصد په ځینو ادارو لکه قضا او امنیتي برخو کې ځاي پرځاي شي. په دې توګه به طالبان د خپلو سیاسي ګټو او ژوندي پاته کېدو لپاره شخړې کمې کړي.

لاس انجلس ټایمز:

امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ملي پوځ د سرتیري عیسی خان د زړورتیا او وطندوستۍ په اړه یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

۲۸ کلن عیسی خان ډیرلږ وخت درلود چې د ملي شورا ودانۍ ته نږدې له ځان وژونکي حملې وروسته ځان سمبال کړي او وایي، ده هیڅکله د داسې سختې چاودنې غږ نه و اوریدلی.

ورځپاڼه لیکې:

د عیسی خان په غوږونو کې د چاودنې غږونو انګازې کولې، خو دغه زړور پوځي او نورملګري یې د څو ثانیو لپاره د کانټینر ترڅنګ چې دودونو او لوګیو یي فضا تیاره کړه وه، ودریدل.

عیسی خان د تجربې له مخې پوهیده چې په چاودنې پسې انتحاریان ودانۍ ته داخلیږي، هماغه و چې M-16 ټوپک ته یي لاس کړ او د ده په وینا، بسم الله یې کړه او شپږ واړه تروریستان یي یو په بل پسې ووژل.

XS
SM
MD
LG