د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۹

په کراچۍ ګرمۍ تر دې دمه تر١٢٢ زيات کسان وژلي


د پاکستان د سند ايالت مرکز کراچۍ او ددې ايالت يو شمېر نورې برخې له تېرو دوو ورځو راهيسې شديدې ګرمۍ رانيولي، چې په نتيجه کې يې په کراچۍ او د سند ايالت په تارپارکر او ټهټه نومي سيمو کې لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د کراچۍ ښار د روغتيايي چارواکيو په وينا، له شنبې ورځې راهيسې يواځې په کراچۍ کې د زياتې ګرمۍ او حبس له امله لږ تر لږه ١٢٢ کسان وژل شوي او لسګونه نور دا مهال په بېلابېلو روغتونونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې د ډېرو روغتيايي حالت ښه نه دى.

دوى وايي، چې لا هم د کراچۍ ښار بېلابېلو روغتونونو ته د ګرمۍ له امله د بې هوښه شويو ناروغانو د راوړلو لړۍ دوام لري، چې له امله يېد ښار په ټولو دولتي روغتونونو کې بېړنى وضعيت اعلان کړى دى.

د کراچۍ ښار د جناح دولتي روغتون د بېړني حالت څانګې مشرې ډاکتر سيمي جمالي د دوشنبې په شپه ناوخته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يواځې د دوى په روغتون کې ٨٥ کسان د ګرمۍ له امله مړه شوياو لسګونه نور دا مهال تر درملنې لاندې دي:

"روغتون ته د راوړونکيو ناروغانو روغتيايي حالت ښه نه دى، خو موږ هڅه کوو، چې د هغوى درملنه وکړو او ويې ژغورو. تر دې دمه يواځې زموږ په روغتون کې [جناح روغتون] ٨٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او ګڼ شمېر نور درملنې لاندې دي، چې د ډېرو روغتيايي حالت مرګونى دى."

د ډاکتر سيمي جمالي په وينا په وژل شويو کسانو کې زياتره بوډاګان او مشران دي، چې د شديدې ګرمۍ او حبس له امله يې زړونه درېدلي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې ، له تېرو څو ورځو راهيسې په کراچۍ کې زياته ګرمي ده او د شنبې پر ورځ د تودخې درجه ۴۴ سانتي ګرېډ ښودل شوې وه ، چې له ١٩٧٩ م کال راهيسې په دې ښار کې تر ټولو شديده ګرمي انګېرل کېږي.

بل خوا د کراچۍ ښار په بېلابېلو برخو کې د برېښنا او اوبو نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخکړي او د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، په دې اړه ګن شمېر کسان لارو کوڅو ته راوتلي او پراخ احتجاجونه او مظاهرې يې پيل کړي دي.

په عين حال کې په کراچۍ کې د ايدهي خيريه ټولنې چارواکيو رسنيو ته ويلي، چې د يکشنبې په ورځ ددې ښار په بېلابېلو سيمو کې د اوبو او برېښنا د نشتوالي له امله ددې ادارې سردخانې ته تر ١٣٠ زيات مړي راوړل شوي او دا لړۍ لا دوام لري.

په دې وروستيو کې د ګرمۍ له امله د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ګڼ شمېرسيمو کې د بريښنا د بندښت و پرچاوۍ لړۍ زياته شوې، چې په پايله کې يې د روژې په مياشت کې له غوسې او تشدده ډک لاريونونه شوي، چې دا لړۍ لا دوام لري.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د سند د ايالتي حکومت چارواکيو په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې د ګرمۍ له له امله په رامنځته شوي ځاني زيان خواشيني ښودلې او د کراچۍ د برېښنا وېشلو ادارې ته يې امر کړى، چې په دې ښار کې دې د برېښنا د پرچاوۍ لړۍ لنډه کړي.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې خلک شکایت کوي چې په ژمي کې د ګازو او په اوړي کې د برېښنا د کمښت له امله د دوی ژوند له سختو کړاوونو سره مخ وي، خو که څه هم پاکستاني چارواکي تل وايي، چې په دې هېواد کې يې ددغو ستونزو د مخنيوي لپاره د انرژۍ سرچینې لټوي، خو د خلکو ستونزې لا هم په خپل حال دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG