د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۹

فواید عامې وزارت د ICCI شرکت له خوا د سل میلیونو ډالرو د تښتولو راپور رد کړ


د افغانستان د فواید عامې وزارت هغه راپورونه ردوي چې ګڼې د قیصار- لامان حلقوي سړک د جوړولو قراردادي شرکت (ICCI) د دغه پروژې اړوند څه باندې سل میلیونه ډالر تښتولي دي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي؛ د قیصار- لامان حلقوي سړک د پروژې په برخه کې د افغانستان د فواید عامې وزارت او قراردادي ترکي- امریکایي شرکت (ICCI) تر منځ یوه حقوقي ستونزه شته او د دغې پروژې د بیا پیلولو لپاره خبرې روانې دي.

د لامان - قیصار حلقوي سړک د جوړولو قرارداد درې کاله مخکې د آسیایي پراختیایي بانک او یاد شرکت تر منځ د ۳۹۷ میلیونه ډالره په لګښت لاسلیک شو.

د راپورونه له مخې، یاد شرکت شپږ میاشې پر دغه سړک کار وکړ او وروسته یې د دغې پروژې اړوند څه باندې سل میلیونه ډالر له ځانه سره یوړل.

خو اوس د فواید عامې وزارت مرستیال احمد شاه وحید وایي چې څه باندې سل میلیونه ډالر د شرکت له خوا وړل شوي نه دي؛ بلکې دا اندازه پيسې له مخکې په ضمانت له دوی سره موجودې وې:

((د ۱۰۷ میلیونه موضوع چې ویل کیږي؛ د شرکت له خوا وړل شوي، دا پیسې نه دي تښتول شوي. په همدغه پروژې کې د فواید عامې وزارت ۱۰۷ میلیونه د کمپنۍ له خوا د ګرنټۍپه شکل درلودې))

د قیصار- لامان سړک ۲۳۳ کیلو متره اوږدوالی لري چې د افغانستان شمال له لویدیځ سره نښلوي.

د هشت صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې راغلي چې د هیل انټرنیشنل په نامه مشوره ورکونکي موسسې یو شمېر کارکونکي په فواید عامې وزارت او د (ICCI) ترکي- امریکایي شرکت کې استخدام کړي وو چې دوی ته یې له څلورو زرو نیولې آن تر ۵۳ زره امریکایي ډالرو پورې د میاشتې تنخواه ټاکلې وه.

په راپور کې راغلي چې د یادې موسسې له خوا ګمارل شویو ۴۲ کارکوونکو د شپږو میاشتو په جریان کې شپږ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

راپور زیاتوي، یو له هغو کسانو څخه چې د میاشتې یې څلویښت زره ډالر تنخواه تر لاسه کوله د کابل پخوانی والي ذبیح الله مجددي دی.

له هڅو سره - سره و نه توانیدو د ښاغلي مجددي نظر په دې اړه را واخلو؛ خو نوموړي هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې یې د فواید عامې وزارت د ظرفیتونو د لوړولو د برخې د سلاکار په توګه پنځلس زره ډالره تنخواه اخیستله.

ده همدا راز ویلي چې دا اندازه پیسې ورته د آسیایي پراختیایي بانک له خوا ورکول کېدې او هیل انټرنیشتل ورته د وړتیا له مخې څلور زره ډالر زیاته تنخواه ورکوله.

د فواید عامې وزارت مرستیال احمد شاه وحید هم وایي؛ دا ۴۲ تنه هغه کارکوونکي وو چې د هیل انټرنشنل موسسې له خوا ټاکل شوي او د آسیایي پراختیایي بانک له خوا ورته تنخواه ورکول کېده.

ښاغلي وحید وویل چې د فواید عامې وزارت له خوا هېڅ کله دغو کارکونکو ته پیسې نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسیون غړی صدیق احمد عثماني وایي چې دغه قرارداد له وړاندي ځينې ستونزې در لودې او متن یې د ترکي- امریکایې شرکت په ګټه تنظیم شوی و:

((د دغې پروژې په متن کې مشکلات وو؛ یعنې د قرارداد متن داسې تنظیم شوی و چې ترکي- امریکایي شرکت ته په یوه ډول دا چانس برابر شوی دی. موږ چې څو ځله پخوانی وزیر مالي او بودجوي کمیسیون ته راغوښتی و؛ هغه وویل چې زموږ خبرې د فلیپین په مانیلا کې جریان لري او موږ په هر شکل چې وي دا ستونزه هوارو. په خواشینۍ سره و یې نه شو کړای دا ستونزه حل کړي.))

ښاغلی عثماني وایي، په یو شمېر دا ډول سترو پروژو کې د بهرنیو ادارو او مرسته کوونکو له لورې فساد کیږي.

دی وایي، بهرنۍ ادارې د افغانستان حکومت ته ځواب ورکوونکي نه وي؛ نو ځکه زیات شمېر پيسې په کې حیف او میل کیږي او دا اړینه ده څو افغان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG