د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د جایدادونو د لیلام موضوع تعقیب کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام آباد کې یې خپل سفیر ته دنده ورکړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جایدادونو د لیلام موضوع تعقیب کړي.
د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته هم دغه راپورونه وررسیدلي؛ خو تراوسه معلومه نه ده چې اصلي موضوع څه ده:
((د افغانستان د جمهوري ریاست سفارت په اسلام اباد کې له بېلابېلو مسوولو ادارو سره په اړیکه کې دی؛ هرکله چې د افغانستان سفارت په دې اړه د پاکستان رسمي موقف ترلاسه کړي؛ نو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته به اطلاع ورکړي او موږ به پدې اړه بشپړ جزیات له رسینو سره شریک کړو.))
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مېشتو افغان کډوالو د جايدادونو د ليلامولو پرېکړه د چهارشنبې په ورځ وکړه.
د پاکستان مرکزي حکومت بېلابېلو ايالتي حکومتونو ته لارښوونه کړې چې په دې لړ کې دې جدي ګامونه پورته کړي.
خو له دې سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا مساله نه تایدوي:
((زه دا خبر نه شم تاییدولای، ځکه هغه ډول چې موږ له پاکستاني چارواکو سره توافق ته رسیدلي یو؛ هغه په خپله خوښه د افغان کډوالو راستنیدل دي؛ نو په دې صورت کې بیا مهاجرین کافي فرصت لري چې خپل جایدادونه خرڅ کړي او که چېرې استثنایي حالت راشي؛ نو موږ به په ګډه تصمیم نیسو.))
د راپورونو له مخې، د پاکستان مرکزي حکومت په لومړي سر کې د پنجاب ايالتي چارواکيو ته د ١١٠٠ هغو افغان کډوالو د جايدادونو د ليلامولو تفصيلات ورکړي چې د دې ايالت په بېلابېلو سيمو کې يې په خپل نوم اخيستيي دي.
د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ UNHCR د احصايې له مخې دا مهال په پاکستان کې نږدې ١٥ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د ملګرو ملتونو؛ پاکستان او افغانستان د درې اړخيز تفاهم له مخې ورته د دې کال تر پايه پورې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.
تراوسه د پاکستان د دې اقدام په اړه چې د افغان کډوالو جایدادونه لیلاموي؛ ډېر جزیات نشته، خو که چیرې داسې څه وي دا به د پاکستان هغه ژمنې بې اساسه ثابته کړي چې ویلي یې دي؛ افغانان به په جبر سره له پاکستانه نه راباسي.
راپور: ناجیه ساپۍ