د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

قدیر: پاکستان غواړي په افغانستان کې د داعش فعالیت ته زمینه برابره کړي


د ولسي جرګې د اداري پلاوي یوغړی وایي؛ پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډله پیاوړې او په افغانستان کې پرې میشت طالبان وځپي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د سه شنبې په ورځ؛ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې داعش هڅې پیل کړي چې د ننګرهار ولایت څو ولسوالۍ ونیسي.

د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې د داعش او طالبانو ترمینځ تر یو لړ نښتو وروسته؛ د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي چې پاکستان غواړي طالبان وځپي او په افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیتونو ته زمینه برابره کړي.

ظاهر قدیر وویل، یو شمېر سیمې چې پخوا په کې طالبانو فعالیت درلود اوسمهال په کې د داعش ډلې؛ له خپلو کورنیو سره یو ځای میشتې شوي دي.

ښاغلي قدیر د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ د افغانستان خلکو ته د داعش ډله؛ له طالبانو ډېره خطرناکه ده او د هېواد پر وضعیت به ناوړه اغیز وکړي:

((داعش ډېره خطرناکه ده، اوس يې هڅې پیل کړي چې لعلپورې ته راواوړي؛ بیا ګوشتې ته او ورپسې کامې ته راشي او له هغې وروسته د خاص کونړ له لارې، د کونړ او نورستان ځینې سیمې قبضه کړي.))

ظاهر قدیر وویل، په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه شوې چې د پاکستان له لوري په کې طالبان په درنو وسلو ویشتل شوي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې؛ د وسله والو طالبانو ډله ییزو حملو زور اخیستی دی.

د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدلو د کمیسیون ریيس عبیدالله بارکزی هم د داعش د ګواښ په اړه د ښاغلي قدیر څرګندونې تاییدوي او وایي چې جګړه قصداً له جنوب څخه شمال ته روانه ده:

((لومړی په یوه ولایت کې ناامني وه؛ اوس شلو ولایتونو ته ورسیدله؛ داعش خلک جذبوي او داسې ښکاري په قصدي توګه دغه جګړه شمال ته لیږدول کیږي.))

د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش د ډلې پر فعالیتونو او له دې ډلې څخه د پاکستان له ملاتړه؛ په داسې حال کې اندیښنې راپیدا شوي چې راپورونه وايي؛ اوسمهال د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پرضد؛ چېرې قوي او چیرې کمزوري جنګونه روان دي.

له دې وړاندې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو؛ د داعش ډلې موجودیت تایید کړی؛ خو ویلي یې دي چې دا ډله په دې کچه فعاله نه ده چې افغان ځواکونو ته ګواښ رامنځ ته کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي بیا پر حکومت تاکید کوي چې د پاکستان د خوځښتونو پر وړاندې دې له پوره د قت څخه کار واخلي او کلک امنیتي تدابیر دې ونیسي چې د مخالفینو روان فعالیتونه شنډ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG