نن د جون شلمه نېټه د کډوالۍ له نړېوالې ورځې سره برابره ده.
د دغې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په یوه پیغام کې د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې د هغو کسانو پر وړاندې په خپلو ژمنو ودریږي چې د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د کډوالۍ د نړېوالې ورځې په مناسبت بېلابیلو پیغامونو کې پر دې ټینګار شوی چې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورونو له امله د بې ځایه شویو خلکو او کډوالو شمېر په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په وروستیو کې ۵۹،۵ میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې په جبري توګه بې ځایه شوي چې دا تر ټولو جګ ریکارډ ګڼل شوی دی.
د بانکي مون په پیغام کې همداراز ویل شوي چې اوس مهال د هرو ۱۲۲ کسو څخه یو یې کډوال یا بې ځایه شوی کس دی.
د کډوالۍ د نړېوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په پیغام کې وړاندې راغلي چې ډېر شمېر خلک له جګړو؛ ځورونو او تاوتریخوالي څخه د خلاصون په هدف دې ته مجبوریږي چې په غیر قانوني توګه مهاجرتونه وکړي.
په پیغام کې سوریه، عراق، اوکراین، جنوبي سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت، د نایجریا شمال ختیځ او د پاکستان ځينې برخې هغه سیمې ګڼل شوي چې په نړۍ کې په چټکه توګه په کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل دغه پیغام کې غواړي چې د کډوالو په وړاندې دې له زغم څخه کار واخیستل شي.
بل خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د کډوالۍ د نړېوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې د سوريې جګړه په نړۍ کې د بې ځایه کېدو سترعامل ګڼلی دی.
په دغه راپور کې آسیا د بې ځایه شویو کسانو د تولید اصلي سیمه ګڼل شوې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې شمېر ۹ میلیونه ښودل شوی دی.
د دغه راپور له مخې افغانستان اوس د کډوالو د تولید مقام سوريې ته ورپرییښی دی.
دغه راپور د هغو بې ځایه شویو او کډوالو کسانو شمېر ډېر کم ښيي چې بېرته خپلو سیمو ته ستنیږي.
راپور وايي، په افغانستان او سومالیا کې د لسیزو جګړې او بې ثباتۍ په دې معنی دي چې میلیونونه کسان د خطرناکه بحري سفرونو له لارې له دې سیمو کډوال یا بې ځایه شي چې په نورو ټولنو کې سرګردانه دي.
د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې ۵/۱۹ میلیونه کډوال شته چې دغه شمیر په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ۷/۱۶ میلیونه و.
په دغه راپور کې په دې اندېښنه ښودل شوې چې د دغو وګړو له نیمایي زیات ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې عالي کمیشنر انټونیو ګتریس بیا د کډوالۍ د نړېوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې تېر کال په ټوله نړۍ کې ۶۰ میلیونه وګړي د جګړو؛ ځورونو او تاوتریخوالي له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې شاو خوا ۲۰ میلیونه يې کډوال دي او په دوی کې بیا له نیمايي زیات يې ماشومان ښودل شوي دي.
د انتونیو ګتریس په پیغام کې ټینګار شوی چې د نړۍ ثبات دله منځه تلو په حال کې دی او د نړۍ قدرتونه د نظاره کوونکو یا د جګړو د اصلي مریو په توګه دي چې ډېر شمېر بې ګناه خلک د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ باسي.
په دې پیغام کې غوښتنه شوې چې باید هېوادونه په ګډه د جګړې د قربانیانو د مرستې بار په اوږه یوسي او له هغو کم شتمنو هېوادنو سره همکاري وکړي چې د ۸۶ فیصده کډوالو کوربانه دي.