د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

روحاني: پر اټومي مساله روانو مذاکرو کې ډېر اختلافات شته


د ايران ولسمشر وايي د نړۍ له شپږو قدرتونو سره پر اټمي مساله په روانو مذاکرو کې زيات اختلافات شته؛ خو دى وايي، په دې باب موافقه بيا هم ممکنه ده؛ که څه هم زيات وخت به ونيسي.

حسن روحاني په خپله وينا کې چې د ايران له يوه ټلويزيونه په ژوندۍ بڼه خپرېدله؛ زياته کړه، اجازه نه ورکوي چې د هېواد اسرار يې له خطر سره مخامخ شي.

ښاغلي روحاني وويل هر ډول موافقه او پروتوکول بايد نړۍ ته دا ثابته کړي چې پر ايران د اټومي بم د جوړولو تورونه بې اساسه دي:

((ايران ته دا مهمه ده چې د دې توافق او پروتوکو اجرا بايد نړيوالو ثابته کړي چې پر ايران لګول شوي تورونه چې ګواکې ايران اټومي بم جوړوي بې اساسه دي.))

د ايران پر اټومي پروګرام د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د خبرو ضرب الاجل غځول شوى او ټاکل شوې د روانې ميلادي مياشتې پر دېرشمه يې ورکړل شوى مهلت پای ته ورسیږي.

راپورونه وايي، په دغو مذاکرو کې د اختلاف اساسي ټکى د ايران پوځي اډو او اټومي تاسيساتو ته د اټومي مفتشانو د لاسرسي موضوع ده.

د ايران مرکچيان او د امنيت شورا پنځه دايمي غړي جمع جرمني هڅه کوي پر يوه داسې موافقه سلا شي چې په مرسته يې د ايران د اټومي پروګرام په باب د نړۍ اندېښنه کمه شي.

د دې موافقې له مخې بايد ايران خپل اټومي فعاليتونه ودروي؛ په بدل کې به پر دغه هېواد لګېدلي بنديزونه ليرې شي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري چې د پښې د ماتېدو له کبله د امريکا د باسټن په يوه روغتون کې بستر و؛ د جمعې په ورځ له روغتونه د رخصتېدو پر مهال وويل؛ تر دې وروسته به د ايران په باب په خبرو کې په مستقيم ډول بشپړ دخيل وي او د ضرب الاجل تر پای ته رسېدو مخکې به له امريکا بهر سفر کوي.

ده زياته کړه: ((زموږ ټيم په ويانا کې دى او د دې موافقې پر جزئياتو په سختۍ سره کار کوي. ده وويل چې دا يو ستونزمن کار دى.))

د امريکا متحده ايالات، اسرائيل او نور دولتونه وېره لري چې ايران په پټه د اټومي بم د جوړولو هڅه کوي؛ خو ايران وايي، اټومي پروګرام يې سوله ييز اهداف لري.

XS
SM
MD
LG