د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۱

کړوخېل: د رسنيو پر دفترونو حمله د بيان پر ازادي حمله ده


د پژواک خبري اژانس د دفتر ريس وايي، هغه کسان چې د دې خبري اژانس پر دفترپه حمله کې لاس لري، بايد جنګي مجرمين وپېژندل شي.

د بشري حقونو د څار ادارې يا هيومن رايټس واچ ويلي چې په جلال اباد کې د پژواک خبري اژانس پر دفترحمله څرګندوي چې خبريالان په افغانستان کې په څومره ستونزمنو حالانو کې کار کوي.

همدا رازد حکومت اجراييه ريس هم دا پېښه د بيان پر ازادي حمله بللې ده.

د پژواک خبري اژانس پردفتر د چارشنبې په ماښام له بمي حملې وروسته، د دې دفتر ريس دانش کړوخېل ازادي راډيو ته ويلي چې هغه کسان چې په دې پېښه کې لاس لري، بايد جنګي مجرمين وپېژندل شي.

د بشري حقونو د څار ادارې يا هيومن رايټس واچ په جلال اباد کې د پژواک خبري اژانس پر دفتر د بمي حملې په اړه ويلي چې دا په افغانستان کې پر رسنيو د تهديد وروستۍ پېښه ده او داسې حملې مخ پر زياتېدو دي.

تر اوسه د دې پېښې مسئوليت چا نه دی منلی خو د پژواک خبري اژانس ريس دانش کړوخېل وايي، د رسنيو پر دفترونو او کارکوونکو حمله د بيان پر ازادي حمله ده. دی وايي:

((دوی په اصل کې نه غواړي د افغانستان خلک له واقعي حالاتو خبر شي او زه فکر کوم دا پر رسنيو او د رسنيو پر کارکوونکو يو ډول فشار اچول دي.))

د ښاغلي کړوخېل په وينا، د افغانستان خلک له رسنيو سره هيڅ ډول دښمني نه لري او خبريالان به هيڅ کله دغه تهديدونو ته تسليم نه شي.

که څه هم په دې پېښه کې د پژواک خبري اژانس خبريالانوته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د امريکا ږغ په دفترکې چې هلته نږدې موقعيت لري، څلورمېلمانه ټپيان شوي او د پژواک د دفتر سامان ته زيان رسېدلی دی.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراييه ريس عبدالله عبدالله هم دا حمله د بيان پر ازادي يوه حمله بللې ده.

د هيومن رايټس واچ په وينا، که څه هم د افغانستان حکومت په دې وروستيو کې د رسنيو له خوا د سرغړونو د پلټنو کميسيون له منځه یووړچې د خبريالانو پر وړاندې د غيرقانوني فشارپه توګه کارېدې، خو افغان خبريالان اوس هم له ګڼ شمېر تهديدونو سره مخامخ دي.

هيومن رايټس واچ وايي، د رسنيو څارونکې ډلې د خبريالانو پر ضد د تهديدونو د زياتېدو خبر ورکوي.

ځيني حکومتي چارواکو، ملېشه ډلو، زورواکو او سخت دريځو د نيول کېدو له بيري پرته، له ۲۰۰۲م کال راهيسي خبريالان وژلي او تهديد کړي دي.

د رسنيو څارونکې ډلې نۍ په وينا، په يوه سروې کې، تر ۸۰ فيصده زياتو برخه اخيستونکو خبريالانو ويلي چې په تيرو شپږ مياشتو کې د بيان د ازادۍ وضعيت يا د پخوا په څېر دی او يا تر پخوا هم خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG