د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۹

په کوټه کې بيا څلور پوليس په وسله واله حمله کې وژل شوي


په کوټه کې موټرسايکل سپرو وسله والو څلورتنه پوليس په ډزو وژلي دي.

دا په يوه اوونۍ کې پر پوليسو دويمه حمله ده، د تېرې شنبې په ورځ هم څلور پوليس په همدې ښارکې د وسله والو په ډزو وژلي شوي وو چې مسووليت يې د بلوڅو يوې خپلواکي غوښتونکې ډلې منلى وو.

د پاکستان د کراچۍ او پېښور غوندې په کوټه ښار کې هم وخت په وخت پر امنيتي پوليسو او ملېشه سرتېرو وسله والې حملې کېږي.

د پنجشنبې په ورځ هم يوځل د کوټې ښارجنوب ختيځ لورته په پښتون اباد سيمه کې موټرسايکل سپرو وسله والو د پوليسو پرګزمه کوونکي موټر ډزې وکړې او څلورو پوليسو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله.

د کوټې د پوليسو مشرعبدالرزاق چېمه وايي، د پوليسو ګزمه کوونکى موټر د پښتون اباد په يوه کوڅه کې په يوه مشکوک موټرسايکل پسې روان وو چې دوه تنه پرې سپاره وو، وروسته د هغوى دوه نور موټرسايکل سپاره ملګري هم ورسره يوځاى شول او هغوى د پوليسو پر موټر ډزې وکړې چې درې پوليس يې ځاى پرځاى وژلي او يوه بل روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده:

((پوليس زموږله لارښوونې سره سم پر يوه مشکوک موټرسايکل ناست کس د کتلو لپاره ور روان وو چې ډزې ورباندې شوې دي، داسې مالومېږي چې مخکې کسانو- چې منډې يې وهلې- هغوى هم وسله وال وو او زموږ د ګزمه کوونکي موټر تر شا هم وو، زموږ يو ځوان چې په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى، هغه له موټره را وتلى پر وسله والو يې ډزې کړي، خو هغوى له دواړو خوا ډزې ورباندې کړې دي.

دوى نن د احتياط لپاره مرمۍ ضد واسکټونه هم اغوستي وو، خو دا پېښه وشوه، مګر دا زموږ لپاره يوه صدمه هم ده او يو چېلنج هم دى.))

په کوټه کې پر پوليسو په يوه اوونۍ کې دا دويمه پېښه په داسې حال کې کېږي چې په ښارکې پرموټرسايکلونو د دوو کسانو پرګرځېدو کلک بنديز دى او د مخ پټو وسله والو د مخنيوي لپاره د نارينه وو پر مخونو د پټو پېچلو اجازه هم نه شته.

په کوټه او د بلوچستان په ځينو بلوڅ مېشتو سيمو کې تر وروستيو هدفي وژنو وروسته پوليسو په وسله والو پسې ځاى پرځاى د پلټنې عمليات پيل کړي چې په کې يې د ګڼ شمېر وسله والو د ژوندي نيولو او د ځينو د وژلو ادعا کړې ده.

د تېرې شنبې په ورځ هم وسله والو د کوټې په پښتون اباد کې څلورتنه پوليس په ډزو وژلي وو چې په تړاو يې پوليسو د درې دېرش مشکوکو کسانو د نيولو ادعا کړې وه.

پرپوليسو د تېرې شنبې د ورځې د بريد مسووليت د ينګ بلوچ ټايګر يا ځوان زمري بلوڅان په نوم وسله وال سازمان پر غاړه اخيستى وو، خو د پنجشنبه په ورځ د څلورو پوليسو د وژنې مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG