د افغانستان ولسمشر له افغان کسبګرو سره ژمنه وکړه چې په کابل کې به دوی ته صنعتي پارک ورکړل شي او ورته هڅې به بیا په ولایتونو کې وشي.
اشرف غني دا ژمنه د کسب ګرو د نړېوالې ورځې په مناسبت د شل ولایتونو د کسبګرو له استازیو سره په هغې غونډه کې وکړه چې تیره ورځ په ارګ کې وشوه.
په دې غونډه کې د صنایع او سوداګرۍ د خونو لومړي مرستیال خان جان الکوزي هم برخه لرله، ده ازادي 4راډيو ته په کابل کې د نوي صنعتي پارک د ژمنې په اړه وویل:
((د اصنافو لپاره د مشترکو صنفونو لپاره د یوه ځانګړي صنعتي پارک وړاندیز وشو چې باید دوی ته په کابل یا د کابل شاوخوا ورکړل شي څو هغه لاسي صنایع لکه زرګري، سوزن دوزي، چرم ګري، بوت دوزي او زموږ نور هغه لاسي صنایع چې ډیر قدامت لري، همداراز پوستین دوزي ، د قره قلي جوړول ، قالین اوبدل تقویه شي. په دې اړه وړاندیز وشو چې موږ ته باید مځکه راکړل شي څو پارک او ښارګوټي ورته جوړ شي.
ولسمشر د دې هرکلی وکړ او هدایت یې ورکړ چې باید دا کار ډیر ژر وشي.))
د ارګ په غونډه کې دا موضوع هم یاده شوه چې په کابل کې ډيرې دولتي مځکې زورواکو ګرځولې دي.
ولسمشر په دې اړه د سوداګرۍ، کار او ټولنیزو چارو او عدلي وزیرانو ته همدا راز د کابل ښاروال ته چې په غونډه کې یې برخه لرله لارښوونه وکړه چې د کسبګرو د مځکې ستونزه هواره کړي.
د افغانستان د کسبګرو د ملي اتحادیې مشرمحمد حسن سپاهي په غونډه کې وړاندیز وکړ چې د دوی لپاره په وضع شویو قوانینو کې تعدیلات پکار دي. کسبګر شکایت لري چې پر یو شمېر هغو مالونو چې د هیواد دننه تولیدیږي، مالیات وضع شوې دي.
د راپورونو له مخې افغان کسبګر همدا راز د جواز له مالیې شکایت لري. په ۱۳۹۳ کال کې د جوازونو لپاره یوه لایحه تصویب شوې وه چې له مخې یې مالیه زیاته شوې ده. له کسبګرو سره په دې برخه کې ژمنه وشوه چې دا لایحه به تعدیل شي.