ترکان نن په خپلو رایو سره د ولسمشررجب تیپ اردوغان راتلونکې چې ایا هغه به په ترکیه کې زیات واک په لاس کې واخلي، ټاکي.
په دغو انتخاباتو کې چې په دیارباکرکې د تیرې جمعې د ورځې حملې، سیوری غوړولی، نژدې ۵۴ میلیونه ترکان د رایې ورکولو مستحق پیژندل شوي دي.
په دې ښارکې د کوردي پلوه د خلکو ډموکراتیک ګوند د انتخاباتي کمپاین په مهال چاودنه کې دوه کسان ووژل شول او په لسګونو نورژوبل شول.
دغه ګوند په روانو انتخاباتو کې د رجب تیپ اردوغان د عدالت او پرمختګ مهم سیال ګوند بلل شوی چې که پارلمان ته د ننوتو ټاکلې لس فیصده رایې خپلې کړي، ولسمشربه په اساسي قانون کې د هغو بدلونونو راوستو په چاره کې له ستونزو سره مخامخ شي چې د منظورۍ لپاره یې د پارلمان قاطع اکثریت رایو ته اړتیا ده.
رجب تیپ اردوغان هڅه کوي چې عدالت او پرمختګ ګوند چې ده یې اساس ایښی، په پارلمان کې اکثریت څوکۍ خپلې کړي چې په دې سره به د ده واک هم زیات شي.
په اوس وخت کې د عدالت او پرمختګ ګوند د ترکیې د ۵۵۰ کسیز پارلمان ۳۲۷ څوکۍ په لاس کې لري.
د غه ګوند چې په اسلام کې ریښې لري، د اکثریت رایو په ګټلو سره غواړي چې په ترکیه کې د جمهورریس واک چې اوس تر ډیره تشریفاتي بڼه لري، زیات کړي او د دې مقصد لپاره په اساسي قانون کې بدلون راولي.
اردوغان وایي، ترکیه چې د ناتو غړې ده، د سیمه ییز نفوذ د پراخېدو او اقتصادي پرمختګ لپاره د امریکا په بڼه د جمهوري ریاست نظام ته اړتیالري.
اروغان د شنبې په ورځ په اردهان ښار کې په یوې غونډه کې د کوردي پلوه د خلکو ډموکراتیک ګوند د انتخاباتي کمپاین په مهال د تیرې جمعې د ورځې چادونو ته په اشاره وویل:
”هغه څه چې تیره جمعه په دیاربکر کې پیښ شول، دا د یوه مشخص سیاسي ګوند پرضد نه و. دا یو لمسونکی عمل وچې د یکشنبې د ورځې پر انتخاباتو سیوری وغوړوي“
د کوردي پلوه د خلکو ډموکراتیک ګوند یو له څلورو مهمو ګوندونو دی چې په دې انتخاباتو کې برخه اخلي. له عدالت او پرمختګ ګوند سربیره د خلکو جمهوریت او ملت ګوندونه هم هیله من دي چې پارلمان ته لاره پیدا کړي.
د خلکو ډموکراتیک ګوند چې د عدالت او پرمختګ ګوند د سیاستونو سخت مخالف دی هیله من دی چې ټاکلې لس فیصده رایې وګټي او پارلمان ته لاره پیدا کړي.
د ترکیې د انتخاباتي سیستم له مخې که یوګوند د ټولورایو په سلو کې لس خپلې نه کړي، د پارلمان یوه څوکۍ هم نشي ترلاسه کولی.
ډیرڅیړونکي په دې باوردي چې دغه ګوند چې کوردان یي ملاتړي دي که په دغو انتخاباتو کې بریالی شي یا نشي، نتیجه به یې د اساسي قانون د بدلون لپاره مهمه وي.
د تیرې جمعې د ورځې له چادونو وروسته امینتي تدابیرسخت شوی او د امنیتي ځواکونو شاوخوا نه زره غړي په دیارباکرکې ځای پرخای شوي دي.
د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به نن د رایې مرکزونو له تړل کیدو وروسته ماښام مهال اعلان شي.