افغانستان
مشرانو جرګه: د دولت ناسم مدیریت د ولسوالیو د سقوط لامل ګرځيدلی
د افغانستان مشرانوجرګه وایې، د دولت ناسم مدیریت د دې لامل ګرځيدلی چې یو شمېر ولسوالۍ د مخالفینو لاس ته و لویږي.
مشرانو جرګې نن په عمومي غونډه کې یو واربیا په هېواد کې پر ناوړه امنیتي وضعیت اندیښنه څرګنده کړه.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزیدیارچې د غونډې مشري یې کوله داسې وویل :
((له بدمرغه دولت په زیاتو مواردو کې روښانه سیاست نه لري، دولت مشخصه پالیسي نه لري، له بده مرغه دولت د خپل منځیو او کورنیو اختلافاتو په ښکار کې دي.))
په همدې حال کې د کورنیوچارو وزارت وایې، هره هغه سیمه چې د مخالفینو لاس ته سقوط کوي، په لنډ وخت کې یې بیرته نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ تیره ورځ سهارمهال د وسله والو طالبانو لاس ته ولویده او اوس هم د هغوی په کنټرول کې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملاله یوسفزۍ: پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍتوب غیرقانوني کړی

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وایي، پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍتوب غیرقانوني کړی او غوښتنه یې وکړه چې جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټایډ باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي.
ملاله یوسفزۍ دغه څرګندونې نن د جنوبي افریقا په پلازمېنه جهانسبورګ کې د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر او د نژادي توپیر یا اپارټایډ د سر سخت مخالف نیلسن مانډیلا د لسم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغې وویل ، افغان نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي، ډېری یې له خفګان سره مخ شوي او یو شمېر یې مخدره موادو یا ځانوژنې ته مخه کوي.
ملالې یوسفرۍ وویل، د جنوبي افریقا وګړو ډېره مبارزه وکړه چې نژادي توپیرپالنه یا اپارټاید په نړیواله سطحه د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د دوی دغو هڅو ته هم وروسته د نړۍ ډېر پام واوښت، خو د هغې په خبره جنسیتي اپارټایډ تراوسه نه دی تایید شوی.
ملالې یوسفزۍ زیاته کړه: "موږ اوس فرصت لرو چې دا کار وکړو او د ملګرو ملتونو د یوه نوي منشور په چوکاټ کې چې پرې بحثونه پیل شوي باید جنسیتي اپارټایډ درست تعریف شي."
چین: طالبان دې د رسمیت پېژندلو لپاره نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي

چین وايي، که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي نو په رسمیت وپېژندل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بِن نن په خپله اوونیزه خبري غونډه کې دې پوښتنې ته چې آیا په پېکېنګ کې د طالبانو د سفیر ټاکنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا ده په ځواب کې وویل، پېکېنګ باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې منزوي نه شي.
خو هغه زیاته کړه چې چین هیله من دی افغانستان به د یوه آزاد او ټولشموله حکومت د رامنځ ته کولو، د معتدلې کورنۍ او نړیوالې پالیسۍ د تطبیق، د تروریزم د ځپلو، له نړیوالو او په تېره له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د پاللو او په نړیواله ټولنه کې د ادغام له لارې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايي.
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وویل، که داسې وشي نو د طالبانو حکومت به په طبیعي ډول په رسمیت وپېژندل شي.
طالبانو تېره اوونۍ بلال کریمي په پېکېنګ کې د افغانستان د سفیر په توګه په دنده وګوماره.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو حکومت یې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د کرکټ اسیا جام؛ د افغانستان د کمعمره ځوانانو لوبډله اماراتو ته ځي

افغانستان کرکټ بورډ وايي چې تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله به یې سبا چهارشنبه د ډسمبر په ۶مه نېټه په اسیا جام کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي چې افغانستان به د ډسمبر په ۸مه نېټه خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کړي.
د سادات په خبره، افغان لوبډله به په الف ګروپ کې خپلې دوه نورې سیالۍ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه له نیپال او د ډسمبر په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره ترسره کړي.
د یادو سیالیو لپاره یوه اوونۍ وړاندې کرکټ بورډ د نصیراحمد تر لوبډلمشر لاندې ۱۴ـ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
د ویلو ده چې افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د اسیا جام سیالیو پایلوبه ګټلې وه.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان اقلیمي وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو یوځل بیا د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د اقلیمي بدلون د غونډې له ګډونوالو څخه د افغانستان وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې اوچا مشر دانیل ایندریس نن په یوه ویډیويي پیغام کې د اقلیمي بدلون له کبله له تېرو ۷ لسیزو راهیسې د افغانستان د روانو ستونزو لکه: د تودوخې د لوړېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د کمېدو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له دې کبله طبیعي آفتونه لکه: وچکالي، بې وخته ورښتونه، د تودوخې لوړه درجه او سېلابونه په زیاتېدو دي.
ښاغلي ایندریس په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو او د اوبو د کمښت له کبله د کرنیزو محصولاتو د کمېدو او د نورو ستونزو یادونه هم کړې.
دی زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د نړۍ په لسو ډېرو زیانګالو هېوادونو کې شپږم دی او د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.
د اوچا مشر په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانونو د مخنیوي لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه کړې.
طالب چارواکي: ۴۱۱ نورې کډوالې کورنۍ پرون پاکستان نه را ستنې شوې

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، پرون دوشنبه د افغان کډوالو ۴۱۱ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنې شوې دي.
د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۴۴ کورنۍ په تورخم او ۱۶۷ نورې د سپین بولدک له لارې اېستل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر له څلور لکه او لس زرو اوښتی دی.
پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اېستو لړۍ پيل کړې ده.
الکوزی: د افغانستان صادرات زیات شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونه وايي افغانستان د روان ۲۰۲۳ کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالر صادرات درلودل.
د دې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي پرون- د لیندۍ ۱۳مه آزادۍ راډیو ته وویل چې دا ارقام د دوی دفتر ثبت کړي دي.
الکوزي زیاته کړه:
" د هغو ارقامو له مخې چې د سوداګرۍ او پانګونو له خونو سره دقیق موجود دي، د ۲۰۲۳ کال په یوولسو میاشتو کې تقریبا په ارزښت د یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو صادرات شوي دي له افغانستانه نورو هېوادونو ته."
ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د تېرکال صادرات هم تقریبا همدومره وو، خو د هغه په وینا د هېواد صادرات د جمهوریت د مهال په پرتله دوه ځلې زیات شوي دي.
ملګري ملتونه: افغانستان ته تل د یوه بېړني حالت په سترګه ګورو

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ UNHCR مشر وايي چې افغانستان ته دوی تل د یوه بېړني حالت په سترګه ګوري.
لیوناردو زولو دا څرګندونې پرون له بروکسل څخه د لیدنې پرمهال وکړې.
د بلجیم د اي یو ابزرور خبري سایټ د راپور له مخې، ښاغلي زولو پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، افغانستان چې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت له کبله د انزوا خوا ته تللی د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له بېړني وضعیت څخه نه دی راوتلی.
UNHCR اوس مهال له هغو افغان کډوالو سره د مرستې په بېړنۍ چاره بوخت دی چې د پاکستان د حکومت د پرېکړې په اساس د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د ژمي په درشل کې هېواد ته راستنېږي.
بامیان: ښځو ته ځانګړی سوداګریز، تفریحي او فرهنګي مرکز پرانیستل شو

په بامیان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د ښځو لپاره یې ځانګړی سوداګریز، تفریحي او فرهنګي مرکز پرانیستی دی.
د بامیان د والي مطبوعاتي دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل دا مرکز د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ UNHCR په مالي لګښت مرکز ته نژدې د عیسی خان دښتې په نوم سیمه کې جوړ شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا مرکز د فامیلي بڼ په نوم یادېږي او د حرفوي زده کړو یوه څانګه، هټۍ، رستورانت، یو لوی سالون، شنه ساحه او تفریحي پارک لري.
په بامیان کې د ښځو د دغه مرکز د جوړېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې د امر په اساس، د بند امیر د ملي ساحې په ګډون ټولو پارکونو او تفریح ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی.
یوناما: تېره میاشت د هزاره ټبر شیعه ګانو ته خونړۍ وه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، تېره میاشت د هزاره ټبره شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات و.
يوناما نن دوشنبه ( د ډسمبر ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې تېره میاشت په کابل، بغلان او هرات ولایتونو کې پر شیعه ګانو بریدونه شوي دي.
افغانستان کې پر شیعه مذهبو وروستی برید د تېرې جمعې په ورځ په هرات کې وشو چې د دوو دیني علماو په ګډون یې ۶ تنه ووژل شول.
یوناما د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د شویو پیښو د څیړنې، د عاملینو د حساب کتاب او له ګواښ سره د مخامخ کسانو د خوندیتوب د ډېرېدو غوښتنه یې کړې ده.
پر شیعه مذهبو د شویو اکثره بریدونو مسولیت داعش وسله والې ډلی منلی دی.
داعش پر شیعه مذهبه ملکیانو سربیره د طالبانو پر یوشمېر چارواکو او بهرنیو اهدافو د بریدونو مسولیت هم منلی دی.
استرالیا خپلو اتباعو ته؛ افغانستان ته له تلو ډډه وکړئ

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته هغه خبرداری تمدید کړی چې افغانستان ته د نه سفر کولو په هدف یې ورکړی دی.
دغه وزارت نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو دوامداره او لوی ګواښ لا پر ځای دی.
په بیان کې زیاته شوې چې استرالیایي اتباع په افغانستان کې د تښتونې او توقیف له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د استرالیا بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د ګواښونو دغه راپورونه یې څنګه ترلاسه کړي، خو خپلو اتباعو ته یې سپارښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونه کړي.
د طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
په افغانستان کې وخت نا وخت داعش وسله وال د طالبانو او شیعه مذهبه افغانانو او بهرنیو پر اهدافو بریدونه کوي.