د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۲

پاکستان وايي پر عربستان يې اټومي وسلې نه دي پلورلي


پاکستان له سعودي عربستان سره د خپلو اټومي وسلو د شریکولو آوازې په کلکه رد کړي او ټینګار کوي چې د دوی اټومي وسله به یوازې د پاکستان د ملت د دفاع لپاره وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اعزاز احمد چوهدري په واشنګټن کې له امریکایي چارواکو سره تر اوږدو خبرو وروسته وویل چې هیواد یې له سعودي عربستان سره د اټومي وسلې د پرمختللې ټکنالوژۍ د پلورلو په اړه هېڅ خبرې نه دي کړي.

د امریکا او نورو هیوادونو استخباراتي کړۍ هغه ګواښونه جدي بولي چې ګواکي سعودي عربستان او نور عربي هیوادونه په دې لټه کې دي چې له اسلامي هیوادونو سره مرسته وکړي تر څو د ایران په څیر اټومي تاسیساتو ته لاسرسی پیدا کړي، سره له دې چې امریکا وایې تر اوسه پدې اړه هیڅ شواهد نلري.

چوهدري وویل چې هیواد یې په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو اټومي څارونکو ته ټول ضروري معلومات ورکړي دي.

هغه دا یادونه هم وکړه چې پاکستان به اجازه ورنه کړي چې هیڅ ډول وسله د تروریستانو لاس ته ورشي.

پاکستان تر هند وروسته په ۱۹۹۸ کال کې لومړنۍ اټومي وسله و آزمویله. پر همدې مهال عبدالقدیر خان چې د پاکستان د اټومي پروګرام پلار یادیږي، پرمختللې اټومي ټکنالوژۍ له هغو هیوادونو سره شریکه کړه چې ډیر د باور وړ نه وه.

نوموړي د اټومي بم د جوړولو لپاره سنټریفیوژنونه پر ایران، لیبیا او شمالي کوریا وپلورل. عبدالقدیر خان په ۲۰۰۱ کال جبري تقاعد شو.

اوس اندیښنې پر دې متمرکزې دي چې کله امریکا او نور ستر طاقتونه د روانې میاشتې تر پایه له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه پریکړه کوي، نو سني عرب هیوادونه او منځنی ختیځ به څه ځواب ووایي.

دغه ډول پوښتنې ترډیره پاکستان ته راجع کیږي چې یوازیني اسلامي هیواد دی چې اټومي وسله لري او له سعودي عربستان سره هم نژدې تاریخي اړیکې لري.

سعودي چارواکو هم په پرله پسې ډول د خپل هیواد د خوندي کیدو په هدف دغه ډول اقدامات رد کړي.

د لویدیځو رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د خلیج دیپلوماتانو وړاندیز کړی چې سعودي عربستان او ښایې عربي متحده امارات په اسلام آباد کې له خپلو متحدینو څخه یو بم وپیري تر څو په راتلونکي کې د اټومي وسله لرونکي ایران په وړاندې ځانونه خوندي کړي.

د خلیج تر ډیره سني میشته عربي هیوادونه ایران ته د یوه داسي هیواد په سترګه ګوري چې په لبنان، سوریې، عراق، یمن، بحرین او پخپله سعودي عربستان کې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

سعودي عربستان دا ویره هم لري چې د ایران په وړاندي د امریکا د اقتصادي بندیزونو په لیري کیدو سره به تهران ته دا فرصت په لاس ورشي چې لسګونه میلیاره د خپل پوځ په پیاوړتیا ولګوي.

چوهدري په واشنګټن کې خبریالانو ته په خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو پرمختګونه وستایل او ویویل چې پدې برخه کې دیپلوماتیکه حل لاره به د پاکستان د اقتصاد لپاره ګټوره تمام شي او دغه هیواد ته به دا فرصت ورکړي چې د ګازو د نل لیکې اوږدمهاله پروژه بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG