د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

د افغانستان او پاکستان په جګړو کې یو لک او پنځوس زره کسان وژل شوي


بریتانیا چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې تردې سرلیک لاندې: د افغانستان او پاکستان په جګړو کې یو لک او پنځوس زره کسان وژل شوي – یو مضمون خپور کړی او په پیل کې یي لیکي:

د امریکا د یوې نوې څیړنې له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسي د افغانستان او پاکستان په جګړو کې د عسکرو او ملکېانو په ګډون، شاوخوا یو لک اوپنځوس زره کسان وژل شوي او نور یو لک او ۶۲ زره په کې ټپیان شوي دي.

ورځپاڼه د امریکا د څیړنې په اساس چې د براوون پوهنتون د نړېوالو څیړنو انسټیټيوت، د جګړې د لګښتونو د پروژې له خوا برابره شوي، لیکي:

د افغانستان جګړه د ختمیدو پرځای د سختیدو په حال کې ده او په وروستیو کلونو کې د مرګ ژوبلې په شمېرکې د نظر وړ زیاتوالی راغلی.

ګارډین وړاندې لیکي:

دا چې د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې له افغانستان څخه د خپلوعسکرو ایستل یي ورو کړي، دا په خپله د دې حقیقت څرګندونه کوي چې د افغانستان جګړه په 4ختمیدو نده، بلکه ورځ تر بلې خرابیږي.

ګارډین لیکي:

د امریکا په دې څیړنه کې دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې په تیروڅوکلونو کې جګړې یو څه ورو شوي، که څه هم چې د دې هېواد په شمال لویدیځ کې شخړې ډیرې سختې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي: د افغانستان او پاکستان د جګړو څیړنه کې، په مستقیم ډول د جګړو یعنې د ګولیو، بمونو او ډزو په واسطه د مرګ ژوبلې ارقام راټول شوي دي.

ګارډین زیاتوي، جګړې په غیرمستقیم ډول هم مرګونه کوي، په دې معنی چې خلک له خوارځواکۍ سره مخامخ کېږي، له روغتیایي خدمتونو محرومیږي او له خپلو کورونو څخه بې ځایه کېږي.

د ورځپاڼې په باور، د دې ډول مړینې د ارقامو راټول ګران کار دی.

د دې راپور لیکونکي نیتا کرافورد وایي، له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د جګړو څیړنې ښیې چې په جګړه کې په مستقیم ډول د یوه تن مړینه، په غیرمستقیم ډول د درېيو نه تر پنځلسو کسانو مړینه ده.

نیوزویک مجلې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان، پاکستان او یمن کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو او تلفاتو په اړه د امریکا د تحقیقاتي ژرونالیزم ادارې د راپورپه استناد یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د امریکا بې پيلوټه الوتکو په مۍ میاشت کې په افغانستان، پاکستان او یمن کې شاوخوا پنځوس کسان وژلي دي.

مجله لیکي:

د امریکا حکومت د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په اړه ټول معلومات محرم ساتي، خو د تحقیقاتي ژورنالیزم اداره میاشتنی راپور خپروي او هغه ارقام په کې خپروي چې د نور خپلواکو منابعو په ګډون، د سیمه ییزو خبري رسنیو له خوا تائید شوي وي.

مجله زیاتوي، دا نه ده څرګنده چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د مۍ میاشتې په حملو کې ملکېانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که څنګه؟

نیوزویک لیکي:

د PEW په نامه امریکایي څیړنیزې موسسې په نظر پوښتنه کې تیره اوونۍ معلومه شوه چې په سلو کې ۵۸ امریکایان د بي پیلوټه الوتکو د حملو ملاتړ کوي او دا رقم له ۲۰۱۳ م کال راهیسي ثابت دی.

خو له دې سره سره، د پوښتونکو په سلو کې ۴۸ کسانو ویلي، دوي زیات اندیښمن دي چی د دې الوتکو په بریدونو کې د ملکي خلکو ژوند هم له خطر سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG