د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

په افغانستان کې د فیسټولا د درملنې لپاره کافي روغتیایي مرکزونه نه شته


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د فیسټولا د ناروغۍ د درملنې لپاره کافي روغتیایي مرکزونه نه شته.

په افغانستان کې که څه هم د فیسټولا د روغتیايي ستونزو په اړه کره شمېره نشته، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال د دې روغتیايي ستونزې درملنې ته شته مرکزونه کافي نه دي.

فیسټولا یوه جراحي روغتیایي ستونزه ده چې ځینو ښځوته د زیږون پرمهال په داسې حال کې پیدا کیږي چې زیږون وځنډیږي او پر وخت یې لازمه درملنه ونه شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروزد چهارشنبې په ورځ په کابل کې د فیسټولا د نړېوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت جوړې غونډې ته وویل چې فیسټولا یوه خطرناکه جراحي روغتیایي ستونزه ده او پلان لري چې درملنې ته یې په مرکز او ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه زیات کړي:

((هغه میندې او ښځې چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې اوسیږي، د کابل ښار دغو روغتیایي مرکزونوته لاسرسی نه لري، زه د عامې روغتیا د وزیرپه حیث ژمنه کوم چې په لومړي سر کې به د هېواد په څلورو حوزو او ورپسې به په نور ولاتیونو ته د ولادي او نسايي چارو مرکزونه جوړ کړم.))

فیسټولا ساري ناروغې نه ده بلکې، داسې یوه روغتیایي جراحي ستونزه ده چې د زیږون پر مهال د امنیدوارو میرمنو یا د کورنیو د بې پروايي له امله ښځو ته پیښیږي.

په غونډه کې د ولادي او نسايي برخې متخصصینو وویل، امیند وارو میرمنو ته دا ستونزه هغه مهال پیدا کیږي چې د ماشومان زیږیدل وځنډیږي، یا دا چې میرمنې له مناسبو خوړو څخه بې برخې او یا نورې جسمي او ذهنې ستونزې ولري.

ډاکټرانو دا هم وویل، که په داسې وضعیت کې ښځه پر وخت روغتیایي مرکزته، ونه رسول شي او یا یې لازمه درملنه ونه شي، مور په ډول ډول جسمي او ذهني ستونزو اخته کیدلی شي.

اوس مهال په ټول افغانستان کې د دې ستونزې درملنې ته، یوازې دوه مرکزونه فعال دي چې یو یې د کابل ښارپه ملالۍ زیږنتون او بل يې، د کیور په روغتون کې دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان د وګړو صندق استازې میرمن انیټ روبرټسن وویل، دا یوه نړېواله ستونزه د ه او هرکال په ټوله نړۍ کې په لسګونو زره ښځې ورسره مخ کیږي.

دې وویل، د دې ستونزې درملنه او وقایه ناممکنه نه ده خو، دقت او پالنه غواړي او زیاته يي کړه، په دې برخه کې یې له افغانستان سره مرستې جاري دي:

((په افغانستان کې د « یو. این. ایف. پي. ای.» په دې برخه کې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته کوي.

د ملالۍ په زیږنتون کې موږ په دوه زره اوم میلادي کال کې د فیسټولا مرکز جوړ کړ چې تر اوسه په کې د شاوخوا نهه سوه ښځو درملنه شوې ده او پکار ده چې په دې برخه کې نور پروګرامونه هم ولرو.))

د ملالۍ زیږنتون او کیور د روغتونونو د مربوطو څانګو مسوولینو وویل، له دوه زره اتم میلادي کال راهیسي، له څه کم دوه زرو داسې پیښو سره مخ شوي چې د شاوخوا څلورو سوو پرته، د اکثرو میرمنو درملنه، په کامیابۍ سره شوې ده.

مسوولینو د دې ستونزې د پیښیدو عوامل، اقتصادي ستونزې، د کورنیو ناوړه دودونه، د ښځو پر وړاندې زور زیاتی او له روغتیايي چاروڅخه د خلکو ناپوهي وښودله.

کارپوهان وايي، اوس هم د هېواد په ډیرو سیمو کې خلکو ته، لازم روغتیایي خدمات نه رسیږي. دوې تاکید کوي چې دغې حیاتي برخې ته دې ډیر پام وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG