په کابل ښارکې یو شمېرماشومانو د منډې وهلو په یوه سیالۍ کې له حکومته وغوښتل چې د نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند ته دې خاص پام وکړي.
په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د کچې لوړوالي یوشمېرافغان ماشومان وهڅول، څو د یوه ځانګړي پروګرام له لارې له افغان حکومت وغواړي چې د ماشومانو د مړینې کموالی ته جدي پام وکړي.
یوشمېرماشومانو چې شمېر یې سلو تنو ته رسېده د سې شنبې په ورځ په کابل د منډې وهلو په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ او له افغان حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ماشومانو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي د هغوی ښوونې او روزنې ته زمینه برابره کړي.
ماشومانو د جګړه بس دی، موږسوله غواړو، د شعارونو په لیکلو سره ویل ترډېره جګړو ماشومان متاثر کړي دي.
دووتنوماشومانو احمد جاوید او بصیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې حکومت ته خپلې غوښتنې داسې بیان کړې:
((زما غوښتنه له دولته دا ده چې ماشومان له درنو کارونو وژغورئ او هغه ماشومان چې بې سرپرسته دي ورسره مرسته وکړئ.))
((خوشبختانه د عامې روغتیا وزارت د قابلو د روزنې او خصوصي سکټور له لارې توانیدلی چې په اتیا فیصده صحي مرکزونو کې یوه ښځینه ډاکټره ولري ترڅو د ښځو ستونزې حل شي.))
دغه پروګرام هرکال له ماشومان څخه د ملاتړ یا (SAVE THE CHELDREN) موسسې له خوا جوړیږي چې د کابل او ځینو ولایتونو سلګونه ماشومان په کې ګډون کوي او د ځانګړیو پروګرامونو له لارې حکومته غوښتنې مطرح کوي.
د راپورونو له مخې هرکال په افغانستان کې د زیږون پرمهال د یو لکو میرمنو له ډلې څخه ۳۲۷ تنه یې د د بېلابېلو دلایلو له امله مري، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیروکلونو کې دا رقم ۱۶۰۰ تنو ته رسېده .
له دې وړاندې د ملي وحدت حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله ویلي و چې په هېواد کې د ماشومانو د مړینې لوړه کچه ټکان ورکونکې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق چې په دې پروګرام کې یې ګډون کړی و؛ وویل چې وزارت یې له دې وړاندې د مور او ماشوم د مړینې کموالي لپاره پروګرامونه تطبیق کړي دي:
((په افغانستان کې د ماشومانو ژوند له ډيرو ستونزو سره مخ دی، په بېلابېلو ناروغیو اخته دي، خو زموږ هیله دا ده چې په افغانستان کې یوه سراسري سوله راشي او ماشومان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته مراجعه ونه کړي.))
څه موده وړاندې د افغانستان لومړې میرمني بي بي ګل غني هم غوښتنه کړې وه چې باید د مور او ماشوم د مړینې د کچې کموالي ته دې خاصه پاملرنه وشي او د هېواد په روغتونو کې د ډاکټرانو او قابله ګانو شمېر زیات شي.
که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزیرپه وار وار ویلي چې په هېواد کې روغتیايي خدمتونو ښه شوي، خو عام خلک وايي که څه هم میلیونه ډالر په دې برخه کې مصرف شوي، خو لاهم روغتیايي خدمات معیاري او اساسي نه دي.