د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۲

ولسي جرګه له پاکستانه د ولسمشر غني وروستۍ غوښتنې یو نیک اقدام بولي


که له یوې خوا اسلام آباد ته د کابل په نږدې کېدو سره د افغانستان د ملي وحدت حکومت له زیاتو انتقادونو سره مخ شو؛ بل خوا له دغه هېواد څخه د طالبانو د ملاتړ د بندولو په اړه د ولسمشر اشرف غني وروستیو غوښتنو هم بیلابیل غبرګونونه راوپارول.

جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو ته په یوه تازه ليک کې په دې هېواد کې د طالبانو د خوندي ځایونو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د تشدد له ختمولو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

خو د افغانستان د ولسي جرګې ځينې غړي وايي؛ دا چې پاکستان به د افغان حکومت غوښتنه څومره جدي ونیسي؛ دا بیله خبره ده او په دغه مساله کې د افغان حکومت جدیت ته خوشبینې ښيي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان آزادي راډیو ته وویل؛ حکومت اوس اړ دی چې نور نو په افغانستان کې د روانو شخړو د ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي:

((زه دغه لیک او غوښتنه د افغانستان د حکومت له لورې یو ښه اقدام بولم. زموږ حکومت اوس دې ته اړ دی چې له خبرو ووځي او عملي اقدامات تر سره کړي. همدا رنګه د پاکستان حکومت او ملت اړ دی چې عملي میدان ته ولاړ شي؛ څو په افغانستان او پاکستان کې سوله ټینګه شي.))

ښاغلی عرفان وايي، د افغان ولسمشر وروستی اقدام د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت بې باوري ښیي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر غني په وروستیو ورځو کې د پاکستان مشرانو ته يو لیک لېږلی او په کې یې له دغه هېواد څخه اووه غوښتنې مطرح کړي دي چې باید د درو اونیو په جریان کې عملي شي.

د جمهوري ریاست د سرچینې په وینا؛ په لیک کې راغلي چې اسلام اباد بايد د طالبانو پسرلني عملیات په رسمي توګه وغندي؛ د تروريزم پر ضد عملیات تر حقاني شبکې وغځوي او په افغانستان کې د وروستيو پيښو مسوولين ونيسي.

په لیک کې دا غوښتنه هم شوې چې د پاکستان مشران بايد افغان طالبانو ته د خوندي ځايونو له ورکولو ډډه وکړي.

د ولسمشر غني له غوښتنو څخه يوه لويه غوښتنه دا هم ده چې د کوټې او پېښور د شوراګانو غړي بايد نظربند شي او د ملګرو هېوادونو ملي امنيت ته د خطر پېښولو په تور بايد محاکمه شي.

سرچینه زیاتوي چې ولسمشر غني له اسلام آباده دغه راز غوښتي چې د بنديانو پر تبادلې موافقه وکړي؛ د طالبانو ټپيانو ته په پاکستان کې د درملنې اجازه ورنه کړي او د کيمیاوي موادو او هغو برقي وسایلو پلورل محدود کړي چې د چاودېدونکو موادو په توګه کارېدلای شي.

اخوا کارپوهان د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د ریښتینو اقداماتو په اړه شک څرګندوي.

د سیاسي چارو کارپوه او په پاکستان کې پخوانۍ افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي وايي؛ ولسمشر غني مجبوره دی که پاکستان د افغان لوري غوښنې نه مني؛ نو په خپل سیاست کې بدلون راولي:

((دا خبره یوه خبرتیا ده. زما باور دا دی چې پاکستان به دا عملي نه کړي. اوس نو ولسمشر غني مجور دی چې یا په سیمه کې بل ملګری وټاکي یا بل سیاست پیل کړي. نور شی نه پاته کیږي.))

افغان ولسمشر په داسې حال کې له پاکستان څخه د طالبانو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي چې دغې ډلې په افغانستان کې جګړې تیزې کړي دي.

کارپوهان سپارښتنه کوي چې که پاکستان د افغان حکومت له لورې د ټاکل شوي وخت په جریان کې مطرح شوي غوښتنې عملي نه کړي؛ نو لازمه ده څو د نړېوالې ټولنې په مرسته پر دغه هېواد فشارونه زیاد کړي.

XS
SM
MD
LG