د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۶

هلمند: وسلوالو ١٠ پوليس وژلي ٣ یې له ځانونو سره بېولي


سنګين ولسوالي
سنګين ولسوالي

افغان امنيتي چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې د وسلوالو په يوه بريد کې لږ تر لږه لس پوليس افسران وژل شوي دي.

په هلمند کې د ګډې همږغۍ د دفتر مسوول محمد اسماعيل هوتکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وويل، وسلوالو طالبانو په سنګين ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ او لس افسران يې ووژل.

د ده په خبره وسلوالو طالبانو درې نور پوليس افسران له ځانونو سره بېولي دي.

د هلمند نورو چارواکو ويلي چې په دې نښته کې ګڼ وسلوال هم وژل شوي دي.

خو د هلمند امنيه قوماندان بيا د وژل شويو شمېر کم ښيي. دى وايي د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر پوستو د وسله والو مخالفینوپه حمله کې پنځه پولیس وژل شوي او شپږنورټپیان شوي دي.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخیل ازادي راډیوته وویل چې پيښه تیره شپه د سنګین ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

د هلمند د پیښې مسولیت وسله والوطالبانو غاړه اخستی او ویلي دي، چې په دغه حمله کې د سنګین د امنیه قومندان محمد میرپه ګډون ۱۳ تنه ټپیان کړي او یو شمېر نوریې وژلي دي.

افغان چارواکو د وسله والو طالبانو ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG