د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

په پکتيا کې وسلوالو ګڼ کسان تښتولي


د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ په ب‌‌‌‌‌‌ډم کنده کې وسلوالو دېرش موټر ګرځولي دي.

د پکتیا امنیه قومندان پاسوال زلمی اوریاخېل وايي، چې په پېښه کې د دوی د معلوماتو پر اساس تر دمه دولس 12 موټر وسلوالو ګرځولي دي.

خو د پکتيا د ولایتی شورا منشي او د يادې سیمې اوسېدونکی محمدالرحمن قادري وايي، چې تر دمه د دوی د معلوماتو له مخې سلوالو 30 موټر ګرځولي دي او په هر موټر کې نږدې څلور کسه سورلي ناسته وه.

دى وايي بېول شوي کسان ټول عام خلک او د پکتیا پوهنتون محصلین دي.

قادري وايي د سیمې ناامنه کېدو په اړه شته اندېښنې یې له امنیتي ځواکونو سره پخوا تر دې شریکې کړې دي خو تر دې مهاله ادارو کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې حکومتي ځواکونو د خلکو خلاصون لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د دې پېښې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى. د دوى يوه وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته وويل، د ملکيانو په منځ کې دولتي کسان هم شامل وو، چې سيد کرم ولسوالۍ ته تللي وو او مرکز ته د راستنېدو په وخت کې دوى نيولي، چې بېګناه کسان به خوشې کړي.

نور جزیات وروسته.

XS
SM
MD
LG