د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۳

ګڼو لویدیځو ورځپاڼو د پارک پلېس پر مېلمستون وروستۍ حمله څیړلې


ګڼولویدیځو خپرونو په کابل کې د پارک پلېس په میلمستون د وروستي برید په هکله چې یو شمېربهرنیان په کې ووژل شول مطالب خپاره کړي دي.

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي:

دا په هغه یوځای باندې نوی برید دی چې ګڼ شمېربهرنیان هلته تګ راتګ لري.

ورځپاڼې د افغانستان د استخباراتو د یوه چارواکي دا خبره هم را اخیستې چې وايې، ټاکل شوې وه په دغه میلمستون کې د موسیقۍ یو کنسرت ترسره شي چې څوکسه هندیان او ترکان هم وربلل شوي وو.

ډیلي ټیلیګراف لیکي، چې د چهارشنبې د ورځې دغه برید چې پنځه ساعته یې دوام وکړکابل ته د پاکستان د صدراعظم نوازشرف له سفریوه ورځ وروسته وشو.

ورځپاڼې د نوازشریف دا خبره هم را اخیستې چې په کابل کې یې ژمنه وکړه چې د طالبانوخلاف د جګړې ملاتړکوي او د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان نه شي کیدلای.

ډیلي ټیلیګراف وايې، چې پاکستان د طالبانو پلوي ډلو ته په پناه ورکولو او په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې د هغو په کارولو تل تورن شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم لیکلي دي چې په کابل کې وروستي برید په پلازمینه او د افغانستان په نورو برخوکې د دغه ډول نورو هدفي بریدونو ویره زیاته کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې د پارک پلېس میلمستون د کابل په یوې مهمې سیمې کې دی چې هلته حکومتي ادارې او د ملګرو ملتونو دفتر هم دی.

نیویارک ټایمز لیکلي، کابل چې یاغیانوته ډیر اهمیت لري په وروستیو څو میاشتوکې څو بریدونه په کې وشول.

ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې په شپه پارک پلېس میلمستون کې د افغانستان د نامتو سندرغاړي الطاف حسین کنسرت ترسره شي خو یاغیانو په خپل برید سره فضا ګډوډه کړه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم لیکلي دي، چې افغان ځواکونو یو شمېر هغه کسان چې په دغه برید کې ګیر شوي وو، وژغورل.

ورځپاڼه د یوه بل افغان سندرغاړي خالد هماهنګ له قوله لیکي چې د موسیقۍ کنسرت د افغانستان د بهرنیوچارو د وزارت له خوا ترتیب شوې وو.

ښاغلي هماهنګ ورځپاڼې ته ویلي، چې د برید په مهال شاوخوا سل کسه په میلمستون کې وو.

ټایمز ورځپاڼې هم لیکلي دي چې وسله والو یاغیانو د پارک پلېس په میلمستون کې یو شمېرکسان برمته نیولي وو.

له دغه برید څوساعته مخکې یاغیانو د هلمند مرکزلښکرګاه کې په یوه جومات برید وکړ او د دغه ولایت د دیني علماوو د شورا یو شمیرغړي یې ووژل.

ټایمز زیاتوي چې له افغانستانه د بهرنیوځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد امنیتي وضعیت نورهم ناوړه شوې دی.

XS
SM
MD
LG