د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

دانش: د کابل ښار نننۍ(چهارشنبه) چاودنې تلفات نه لرل


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي چې د کابل ښارنننۍ چاودنې تلفات نه لرل.

چاودنه نن سهارد کابل ښارپه لودیځه څنډه د دارالامان په سیمه کې لوی څارنوالۍ ته نږدې شوې ده.

د کورنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیوته وویل چې، چاودنه پرشخصي کورلا ډوله موټرد چسپکي ماین له امله شوې چې تلفات نه لري.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شول چې د حملې هدف د پولیسو موټر وو.

طالبانو د نننۍ حملې مسولیت اخیستی او پولیسوته یې د مرګ ژوبلې د اړولو اعا کړې ده.

پخواني

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارلامان په سیمه کې نن سهار یوه چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشرجنرال فرید افضلي ازادي راډيوته دغه چاودنه تایید کړه، خو د څرنګوالي او تلفاتو په اړه یې معلومات ورنه کړل.

جنرال افضلي وویل چې؛ دغه چاودنه د لویې څارنوالۍ ودانۍ ته نږدې شوې او دوی سیمې ته د څیړنو لپاره تحقیقاتي پلاوی لیږلی دی.

له تیرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې دا درېیم ځل دی چې لویې څارنوالۍ ته نږدې حمله کیږي.

له دې وړاندې دوه ځله د لویې څارنوالۍ پرمامورینو انتحاري حمله شوې وه چې مرګ ژوبله یې درلوده.

عیني شاهدانو بیا ویلي چې نننۍ حمله د پولیسو پر یوه موټر د مقناطیسي ماین له امله شوې ده، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG