د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

ايران يمن ته د مرستو کښتۍ لېږي


د ایران یوه باروړونکې کشتۍ به نن د یمن د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې د حدیده (Hodeida) بندر ته روانه شي.

دا خبر د ایران تسنیم خبري اژانس ورکړی او داسې انګېرل کیږي چې د ایران دغه اقدام به له سعودي عربستان سره چې ځواکونو یې پر یمن د محاصرې کړۍ تنګه کړې، لا کړکیچ ته لمن ووهي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو نن د ورځې وختي د سعودي عربستان له خوا وړاندیز شوی پنځه ورځنی اوربند ومانه.

دغه اوربند به چې د سې شنبې له ورځې جاري کیږي، وروسته له هغې اعلانیږي چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د ریاض په مشری ایتلاف د حوثي یاغیانو سنګرونه بمباري کوي چې له امله یې خلک د ډوډۍ، درملو او سوند موادو له سخت نشتوالي سره مخامخ دي.

د تسنیم خبري اژانس په وینا د ایران په مرستو بار دغه کشتۍ د درملو او خوراکي موادو په ګډون دونیم زره ټنه بشري مرستې لیږدوي.

سعودي عربستان او عربي متحدینو یې چې پر یمن یې د هوا او سمندر لارې بندې کړې، ایران تورنوي چې په پټه حوثي یاغیانو ته وسلې او مهمات ورکوي.

د ایتلاف هوایي ځواکونو تیره میاشت د صنعا د هوایي ډګر د رنوې کرښه ویجاړه کړه چې د ایراني الوتکې د کښیناستو مخه ونیسي. تهران وویل چې دغې الوتکې مرستې لیږدولې.

یمن څه باندې نوي فیصده د اړتیا وړخوراکي مواد له بهره واردوي او مرستندویه ادارو د یوه بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

ایران حوثی یاغیانو ته د مالي مرستو او وسلو ورکولو ادعاوې ردوي خو د خلیج عربي هیوادونه ګومان کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د عربو په ټاپووزمه د خپل نفوذ د زیاتیدو لپاره له شیعه ډلې څخه کاراخلي.

د امریکا په ملاتړ د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د مارچ په ۲۶ د حوثي یاغیانو او د پخواني ولسمشرعلي عبدالله صالح ته وفاداره پوځي جزوتامونو پرضد هوایي بمباري پیل کړې چې هدف یې بیا واک ته د ولسمشرعبد الربه منصورهادي د حکومت رسول دي.

د ملګروملتونو د احصایې له مخې په دغو بمباریو کې له ۱۴۰۰ زیات کسان چې اکثره یې ملکیان دي، وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG