د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

پکتيا: وسله والو د کرکټ په لوبغالي حمله کې ۲ تنه وژلي، لسګونه یې له ځان سره بيولي


د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې تېر ماذديګر ناوخته د کرکټ په هغه لوبغالي چې تل ورته د ولسوالۍ ځوانان راټوليږي؛ حمله شوې چې په پايله کې نهو کسو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر ځوانان وسله والو له ځانه سره بيولي دي.

پېښه د پکتيا امنيتي چارواکي مني او وايي چې تېر ماذديګر د ځاځي اريوب ولسوالۍ د شږې کلي په کرکټ ميدان باندې وسله والو حمله کړې او خلکو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ ډېر نور ځوانان له ځانه سره بيولي دي.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې وسله والو د لوبې پر مهال د کرکټ په لوبغاړو ډزې کړې دي او وروسته بيا ساحې ته پوليس رسېدلي:

"پېښه تېر ماذديګر شوې، د هغه کرکټ په ميدان چې دلته تل ځوانان لوبې کوي او خلک راغونډيږي؛ وسله والو پرې ډزونه کړي دي، پوليس هم د خلکو مرستې ته ورغلي وو چې د طالبانو د ډزو په نتيجه کې څه تعداد خلک ژوبل شوي او وژل شوي دي او يو تعداد هغوی له ځانه سره بيولي دي."

قومندان وايي، په دې پېښه کې عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ يو تن پوليس هم وژل شوی دی او ډېر نور ځوانان چې شمېر يې نه دی معلوم وسله والو له ځان سره بيولي دي:

"مامخکې هم درته وويل چې په دې پېښه کې دوه تنه شهيدان شوي دي چې يو پوليس دی يو د کرکټ لوبغاړی او درې تنه نارينه وو ترڅنګ دوه ښځې هم زخمې شوې دي او غير له دې د پوليسو په ډزو کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او له دې وروسته که نور څومره جزيات پيدا شول درسره شريک به يې کړو."

د يادې پېښې په اړه د سيمې اوسېدونکي وايي چې وسله وال د لوبې ميدان ته ورغلي او د غونډيو له څوکو يې پرې ‌ډزې کړې دي؛ د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی دينه ګل شفقي وايي:

”نن څلور بجې شاوخوا وسله والو د کرکټ پر میدان بريد وکړ چې په نتيجه کې يې دوه کسه چې د يو کور دي؛ وژل شوي او په کلي کې درې زنانه زخميانې شوې دي او ترڅنګ يې درې ماشومان زخميان شوي دي او ډېر تعداد چې شمېره به يې له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې رسيږي؛ وسله والو له ځانه سره بيولي دي."

نوموړی دا هم وايي، وروسته له دې چې خلک زخميان شول؛ د ځاځي اريوب ولسوالۍ ۴۰ بستريز روغتون ته راوړل شول چې په دې مهال پرته له يو نرس څخه هېڅوک او يو ډاکټر هم نه و:

”کله چې ټپيان د اريوب روغتون ته راوړل شول، هلته اصلاً پرته له يو نرس څخه يو ډاکټر هم نه و موجود چې نرس يوازې لومړنۍ مرستې له ټپيانو سره وکړې او کله چې څلور بجې دا پېښه وشوه او ټپيان روغتون ته راوړل شول؛ تر څلورو ساعتونو يو ډاکټر هم نه وو موجود.“

شفقي وويل چې د سيمې اوسېدونکي د خلکو د راخلاصون په هڅه کې شوي دي او قومي مشران سره ناست دي چې وکولای شي؛ برمته شوي کسان راخلاص کړي.

تر اوسه پورې د دې پېښې په تړاو وسله والو طالبانو يا بلې کومې ډلې څه نه دي ويلي او دا لومړی ځل دی چې په پکتيا کې د لوبو په ميدان بريد کيږي او ځينې کسان يې وسله وال برمته کوي.

راپور: داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG