د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

د ننګرهار دیني عالمانو په قطر کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړ


د ننګرهار یو شمېر ديني علماو په هېواد کې د سولې راوستو لپاره په قطرکې روانې هڅې مهمې وبللې او ټینګار يې وکړ چې په سوله کې د هېواد او خلکو خير دی.

ديني علماو دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په هغه غونډه کې وکړې چې په امنيت کې د علماو رول په اړه د حج او اوقاف ریاست له خوا جوړه شوې وه.

د حج او اوقاف ریاست د نشراتو مسول عتیق الرحمن فضلي ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې له دې غونډې څخه يې هدف په قطر کې د سولې روانو هڅو او په هېواد کې د امنيتي ځواکونو څخه د ديني علماو ملاتړ دی:

"موږ انشاالله له ټولو دیني علماو او امامانو څخه چې اوس په دې غونډه کې راټول شوي درخواست کوو چې د حکومت او طالبانو وروڼو ترمنځ چې کومې هڅې روانې دي د هغې نه ملاتړ وکړي او په دې اړه عوام خبرکړي او بل د خپلو امنيتي ځواکونونه ملاتړ وکړي."

دیني علماو په خپلو خبرو کې پر امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې له خلکو او علماو سره دې په چلند کې ښه والی راولي او له دې لارې د خپلو ولسونو او علماو ملاتړ خپل کړي.

دوی د امنيتي ځواکونو او دارنګه په هېواد کې د سولې راوستو لپاره په قطرکې له روانو هڅو هم ملاتړ اعلان کړ:

"مولوی خان ولي: که په قطرکې سوله کېږي، موږ ټول مسلمانان او علما کرام ترې نه ملاتړ کوو، ځکه الله تعالی وایي په سوله کې خیر دی.

مولوي سیدعتیق الله: موږ هیڅکله امنيتي ځواکونو پسې څه نه وايو، زموږ بچيان دي زموږ خپلوان دي، کومې نیمګړتياوې چې لري هغه دې حل کړي انشالله سوله راځي.

مولوی لال محمد: نو په صلحه کې خیر دی،صلحه کې ارامي ده،قراري ده او خدای پاک هم له خلکو راضي کېږي."

د حج او اوقاف رياست د نشراتو مسول عتیق الرحمن فضلي وویل چې ولس ته د سولې پیغام رسول د ديني علماو فریضه ده.

نوموړي وویل، دوی د ننګرهار ټولو دیني علماو ته دنده سپارلې چې د جمعې ورځې په خطبه کې دې خلکو د اسلام له نظر د سولې ارزښت بيان کړي:

"په روانه جمعه کې به انشاالله له ټولو ممبرونو نه د صلحې په اړه خبره کېږي او خلک به صلحې ته رابولي، ورته وايي به په صلحه کې زموږ د ټولو خیر دی او په دې کې شر نشته."

د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی له طالبانو سره د مقدماتي خبرو په موخه قطر ته تللی و.

د خپرو شویو ريپوتونو له مخې په دغو مقدماتي خبرو کې په راتلوونکي کې د دواړو غاړو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو اترو هیلې هم ژوندۍ شوي.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد

XS
SM
MD
LG